د لاس رسي وړ اتصالات

موحد: د حامدکرزي هوايي ډګر له لارې د نشه يي توکو د قاچاق هڅې کمې شوي


موحد: د حامدکرزي هوايي ډګر له لارې د نشه يي توکو د قاچاق هڅې کمې شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

د افغانستان د مسکراتو او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر له لارې بهر ته د نشه يي توکو د قاچاق کچه راټیټه شوې ده.


د افغانستان د مسکراتو او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر له لارې بهر ته د نشه يي توکو د قاچاق کچه راټیټه شوې ده.

د دغه مرکز ویاند خالد موحد وايي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې پولیسو د حامدکرزي په هوايي ډګر کې د قاچاق د اوو قضیو په تړاو ۱۲ تنه نیولي خو د تېر لمریز کال په همدې موده کې د ۱۰۲ قضیو په تړاو ۱۲۷ تنه نیول شوي وو.

هغه د حامدکرزي د هوايي ډګر له لارې بهر ته د مخدره موادو د قاچاق په کچه کموالی د کروناویروس د وبا پر مهال په پروازونو باندې د محدودیتونو لګول یاد کړل او یې ویل "په مجموعي ډول په تېرو شپږو میاشتو کې د اوو قضیو په تړاو د ښځو او نارینه‌وو په ګډون ۱۲ تنه د څه باندې ۱۲زره K ټابلیټونو، له دوه کیلیوګرامو څخه زیاتو هیرویینو، څه باندې درې کلیوګرامه اپینو، ۶۵ ګرامه چرسو او ۳۴۰ لیټره الکولو د انتقالولو په تور نیول شوي کسان د حامدکرزي د نړیوال هوايي ډګر څخه د عدلي او قضايي تعقیب لپاره مرکز ته استول شوي دي، په داسې حال کې چې د تیر کال په شپږو میاشتو کې د حامدکرزي د هوايي ډګر له ادرسه ۱۰۲ قضیې چې د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۲۷ شکمن کسان په کې شامل وو د عدلي او قضايي تعقیب لپاره مرکز ته استول شوي وو".

ښاغلی موحد وايي یوازې تېره اونۍ افغان ځواکونو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق د ۱۵ قضیو په تړاو د ۱۷ شکمنو کسانو دوسیې عدلي او قضايي مرکز ته استولي چې پنځه تنه یې د حامدکرزي په هوايي ډګر کې نیول شوي.

هغه وویل دغو پنځو کسانو هیرویین ډوله نشه يي توکي په خپلو ګېدو او بکسونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې د هوا له لارې یې هندوستان ته قاچاق کړي.
XS
SM
MD
LG