د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د کښتونو لپاره د اوبو رسولو هڅې


په کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د کښتونو لپاره د اوبو رسولو هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

په کونړ کې د لمریزې برېښنا په وسیله د ۴۰۰۰ جریبه ځمکو د اوبه کولو لپاره د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


په کونړ کې د لمریزې برېښنا په وسیله د ۴۰۰۰ جریبه ځمکو د اوبه کولو لپاره د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

کروندګر له دغه پروژې خوښ دي او وايي چې له دې سره به یې کرنیزې چارې پرمختګ وکړي.

د کرنې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري وايي چې په راتلونکې کې هم د دغسې پروژو د پلي کولو پلان لري چې خپلې اوبه د ځان د ګټې لپاره وکاروو.

غفوري وايي په دې پروژه کې د سرکاڼو، نرنګ او مرورې ولسوالیو هغه ځمکې اوبه کېږي چې پخوا شاړې او للمي وې.

د کرنې وزارت مرستیال وایي " پر دې پروژه ۹۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، موږ به له سیند سره هغې ځمکې چې کانال نه ورته جوړیږي او د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبه کولو لپاره به یې کار کوو".

کروندګر وايي للمي ځمکې یې کر ته جوړې شوې او تمه یې شته دی چې حاصلات به یې څو چنده کېږي، ځکه پخوا به اوبه نه ور رسېدې او اوس یې چاره وشوه.

دوی وايي که حکومت دغسې پروژې زیاتې کړي نو خلک به د کوکنارو پر ځای داسې حلال فصلونه وکري چې ګټه یې د غنمو او جوارو په پرتله څو چنده وي.
XS
SM
MD
LG