د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د لمریزې برېښنا د یوې پروژې پرانیسته


په ننګرهار کې د لمریزې برېښنا د یوې پروژې پرانیسته
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

په ننګرهار کې د کانال شرکت اړوند یوې لمریزې بریښنا پروژې په بشپړېدلو سره به په دغه ولایت کې څلور زره هکتاره للمي ځمکه خړوبه شي.


په ننګرهار کې د کانال شرکت اړوند یوې لمریزې بریښنا پروژې په بشپړېدلو سره به په دغه ولایت کې څلور زره هکتاره للمي ځمکه خړوبه شي.

پر دې پروژه ۱۴۲ میلونه افغانۍ لګښت راغلی چې اسیایې بانک ورکړې او ۲۰۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.

د لمریزې بریښنا پر مټ دا پمپونه به د کانال ۴۰۰۰ هکتاره للمي ځمکه خړوبه کړي
ننګرهار کې د کانال شرکت اړوند د سولرې برېښنا په دې پروژه نړیوال اسیايي بانک ۱۴۲ میلونه افغانۍ لګولي او د ۱.۲ میګا واټه بریښنا په تولید سره به دغه ۴۰۰۰ هکټاره ځمکې ته اوبه ور ور ورسېږي.

د کرنې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري وايي چې دا پروژه به د سیمې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

غفوري وايي "په دغه پروژه کې به ۲۰۰۰ کسان په کار بوخت شي، داسې چې کروندګر به ځمکې وکري او ښه حاصلات به ترې تر لاسه کړي".

چارواکي وایې هیله من دي چې له دې وروسته به د کانال وادي کرنیز شرکت حاصلات زیات او چاري به یې اسانه شي.

XS
SM
MD
LG