د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې په نشو د اخته ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنې


په ننګرهار کې په نشو د اخته ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

په ننګرهار کې په نشه يي توکو د اخته ماشومانو شل بستریز روغتون کې داسې ماشومان هم بستر دي چې عمرونه یې له دوولسو کلونو نه اوړي.


په ننګرهار کې په نشه يي توکو د اخته ماشومانو شل بستریز روغتون کې داسې ماشومان هم بستر دي چې عمرونه یې له دوولسو کلونو نه اوړي.

دوی چې په ټابلیټ کا، شیشه، چرسو او هیرویینو اخته شوي، وايي د خپلو ملګرو له لاسه په نشو روږدي شوي چې اوس یې صحت پر ښه کېدو دی.

ګل رحمان اوس شپاړس کلن دی، هغه درې کاله مخکې په نشه يي توکو معتاد شوی چې له هغې ورځې راهیسې بیا ښوونځي ته نه دی ورغلی، وايي که بېرته جوړ شي نو ښوونځي ته به لاړ شي او خپل راتلونکي ته به پام وکړي.

هغه وايي " ملګرو به راوستم نشه يي مواد یې راکول، هغوی په نشو اخته کړم، خو اوس غواړم له نشو لاس واخلم".

په ننګرهار کې د معتادینو د ۱۵۰ بستریز روغتون مشر وايي پخوا د کم عمره ماشومانو شمېر کم وو چې د درملنې لپاره راوستل کېدل، خو اوس یې کچه لوړه شوې ده.

ولسي خلک هم اندېښمن دي چې که نشه يي توکو ته لاسرسی همداسې اسان وي نو د معتادو ماشومانو کچه نوره هم لوړېدلی شي.
XS
SM
MD
LG