د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: یو تنکی ځوان څنګه په نشو اخته شو؟


غزني: یو تنکی ځوان څنګه په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

د غزني اوسېدنکی امیرخان چې شاوخوا شل کلن دی وايي هغه مهال په نشه يي توکو اخته شو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ.


د غزني اوسېدنکی امیرخان چې شاوخوا شل کلن دی وايي هغه مهال په نشه يي توکو اخته شو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ.

دغه تنکی ځوان وايي چې خپلو ملګرو وهڅوی چې تریاک، پوډر او نور نشه يي توکي وڅکوي.

هغه چې له بېکارۍ او فقره کړیږي وايي د نشه يي توکو د اخیستلو لپاره غلاوو ته هم تیار دی او ډېر کله یې خلک پر غلاوو نیسي او وهي.

امیر خان وایي "ډېر ځله پر غلا نیول شوی یم او وهل ډبول مې خوړلې، خو بېرته مې پرېږدي وايي پوډري دی. چې کله مې مواد خلاص وي بدن مې سخت درد کوي، زه له خلکو او ځوانانو څخه غواړم چې مخدرات دي نه کاروي ځکه دا ښه شی نه دي".

د غزني اوسېدونکي په دغه ښار کې په نشو د اخته کسانو پر زیاتوالي اندېښمن دي، په دوی کې زیاتره یې هغه معتادین دي چې په ایران کې په نشو اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG