د لاس رسي وړ اتصالات

په ۹ میاشتو کې د نشه يي توکو قاچاق د زرګونو قضیو څېړل


په ۹ میاشتو کې د نشه يي توکو قاچاق د زرګونو قضیو څېړل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د روان مالي کال په نهو میاشتو کې د نشه يي توکو د قاچاق اړوند څه باندې څلور زره او ۳۰۰ قضیې څیړل شوي دي.


د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د روان مالي کال په نهو میاشتو کې د نشه يي توکو د قاچاق اړوند څه باندې څلور زره او ۳۰۰ قضیې څیړل شوي دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي وايي چې د دغو قضیو په تړاو لسګونه ټنه نشه يي‌توکي هم کشف او نیول شوي دي.

ښاغلی رسولي وايي "د مخدره موادو د د ۴۳۰۵ قضیو په تړاو څارنوالۍ او کشفي او امنیتي ارګانونو شاوخوا اته نیم ټنه اپین ترلاسه کړي دي، یعنې هغه کسان چې د مخدره موادو قاچاق یې کاوه، مخدره مواد یې تولیدول او په یو ډول نه یو ډول یې د مخدره موادو په قضیو کې لاس درلود، د دوی په نیولو سره شاوخوا اته نیم ټنه یا اته زره او ۳۸۴ کیلوګرامه اپین ترلاسه شوي، دغه راز څه باندې ۱۲ ټنه یا ۱۲زره او ۴۴ کیلوګرامه چرس و او ۴۷ کیلوګرامه (کا) ټابلیټ چې یو ډول نشه‌يي مواد دي او ترې استفاده کېږي، دا زموږ د همکارانو د اجراآتو په نتیجه کې ترلاسه شوي دي".

ښاغلي رسولي په دغو قضیو کې د ښکیلو کسانو د شمیر په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې نیول شوي کسان په یو ډول نه یو ډول د مخدره موادو په کاروبار کې ښکیل و.
XS
SM
MD
LG