د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: ځوانان وايي بېکاري په نشو د اخته کېدو لامل دی


غزني: ځوانان وايي بېکاري په نشو د اخته کېدو لامل دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

په غزني ولایت کې مدني فعالان وايي چې بېکاري د دې لامل شوې چې ځوانان له کورنیو ستونزو سره مخ شي او له هغه وروسته نشو ته مخه کړي.


په غزني ولایت کې مدني فعالان وايي چې بېکاري د دې لامل شوې چې ځوانان له کورنیو ستونزو سره مخ شي او له هغه وروسته نشو ته مخه کړي.

د غزني یو مدني فعال رحمت الله وايي په کار ده چې دولت ځوانانو ته د کار زمینه برابره او همدارنګه د نشه يي توکو ضد عامه پوهاوی زیات کړي.

هغه وايي "کله چې ځوانان بېکاره وي نه پوهیږي څه وکړي، چې له امله یې په کورنۍ کې ستونزې پیدا کیږي او همداسې پسې په نشو اخته کیږي".

ځینې بیا وايي چې د ځوانانو لپاره سالمه بوختیا نشته، ډېری یې د ناامنۍ له امله پر کور ناست وي، یا له داسې ملګرو سره چې په نشو یې اخته کړي.

د غزني مدني فعالان وايي چې په دې ښار کې د معتادینو شمېر ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی او په کار ده چې دولت یې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

دوی وایي تر ټولو ښه لار دا ده چې ځوانانو ته کار پیدا شي او تر څنګ یې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی له منځه لاړ شي.
XS
SM
MD
LG