د لاس رسي وړ اتصالات

علي محمد: د بېکارۍ او کورنیو شخړو له امله نشې کوم


علي محمد: د بېکارۍ او کورنیو شخړو له امله نشې کوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

د میدان وردګو اوسېدونکی علي محمد چې څه له پاسه یوه لسیزه کېږي په نشو اخته دی، وايي چې د بېکارۍ او کورنیو شخړو له امله یې نشو ته مخه کړې ده.


د میدان وردګو اوسېدونکی علي محمد چې څه له پاسه یوه لسیزه کېږي په نشو اخته دی، وايي چې د بېکارۍ او کورنیو شخړو له امله یې نشو ته مخه کړې ده.

هغه وايي یو ځل یې نشې پرېښودې خو دا چې ورونو یې د ځمکې پر سر شخړې ورسره کولې، همدغو خپګانونو اړ کړ چې بیا په نشو سر شي.

علي محمد وایي" بس نو له یوې خوا بېکاري شوله، له بلې خوا ورونو راسره تیری وکړ، حق مې نه راکوي ظلم راسره کوي، ځمکه مې نه راکوي بس له مجبورۍ نه دلته راځم او نشې کوم" .

علي محمد د کابل پر واټونو زړې وسپنې، بوتلونه او نور ټولوي او په پیسو یې ځان ته نشه يي توکي اخلي.
XS
SM
MD
LG