د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ راپور د یوې کورنۍ ورک غړی ور پیدا کړ


د امریکا غږ راپور د یوې کورنۍ ورک غړی ور پیدا کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

د لوګر اوسېدونکی ذکریا چې له تېر یوه کال راهیسې له خپلې کورنۍ ورک وو او په غزني کې یې له نورو معتادینو سره یو ځای شپې سبا کولې، بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.


د لوګر اوسېدونکی ذکریا چې له تېر یوه کال راهیسې له خپلې کورنۍ ورک وو او په غزني کې یې له نورو معتادینو سره یو ځای شپې سبا کولې، بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د هغه کورنۍ په دې باور وه چې ګواکې ذکریا مړ شوی، خو ورور یې وایي چې د امریکا غږ پر فیسبوک پاڼه یې د خپل ورک ورور په اړه راپور ولید چې ډېر یې خوښ کړ.

ذکریا وايي خوښ دی چې له خپلې کورنۍ سره بیا یو ځای شوی، خو په دې خپه دی چې کورنۍ یې په داسې حال کې ګوري.

هغه وايي "ما چې دا نشه شروع کړې هېڅ ښه ورځ مې نه ده لېدلې، زه خوشحال یم خو په دې خپه یم چې په داسې حال کې مې ورور ویني، سل ځله تر دې ما ته مرګ بهتره دی ځکه داسې ژوند زه نه غواړم چې په نشو اخته یم".

د ذکریا ورور سمیع الله وايي هیڅ یې باور نه کېدی چې ورور یې ژوندی دی.

هغه وايي "زما ورور دا یو کال کېږي چې ورک وو، دی په نشو اخته شوی وو، هغه قاري هم دی، د اشنا له لارې ما د خپل ورور په اړه مالومات ترلاسه کړل، وروسته مو د اشنا راډيو له خبریال سره اړیکه ونیوله چې زموږ سره یې د ورور په پیدا کولو کې ډېره مرسته وکړه او اوس په خوشحالي زما سره کور ته ځي. ډېر خوشحاله یم لکه د یو چا چې زوی نه وي او خدای زوی ورکړي، دا مې ورور دی په ورور خو لا زیات خوښ یم."

ذکریا چې یوه لور او زوی لري، د قرانکریم د حفظ ترڅنګ شاعر او نعت خوان هم دی، وایي کلک هوډ یې کړی چې نور له نشه يي توکو لاس واخلي.


XS
SM
MD
LG