د لاس رسي وړ اتصالات

زیاتره مېرمنې خپلو مېړونو په نشو اخته کړي


زیاتره مېرمنې خپلو مېړونو په نشو اخته کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې ۵۰ بستریز مرکز مسئولین وايي چې دلته د بستر شویو مېرمنو لویه برخه خپلو مېړونو په نشه يي توکو اخته کړې دي.


په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې ۵۰ بستریز مرکز مسئولین وايي چې دلته د بستر شویو مېرمنو لویه برخه خپلو مېړونو په نشه يي توکو اخته کړې دي.

حفیظه ملک بابا چې په دغه مرکز کې له کلونو راهیسې معتادو مېرمنو ته روغتیايي او رواني سلامشورې ورکوي وايي چې په نشو اخته نارینه د خپلو کورنیو ښځې او ماشومان هم نشو ته هڅوي.

هغه وايي "عامل یې مېړونه دي، خاوندان یې معتاد شوي دي او کله چې د دوی پر غاښ، سر یا پر پښو درد شوی دی، خاوند یې ورته مخدره مواد ورکړي دي، زیاتره ښځې د خپلو خاوندانو د لاسه معتادې شوې دي".

حفیظه وايي په کار ده چې د کورنۍ غړي ډېر متوجې واوسي او که څوک په یوه کورنۍ کې په نشو اخته کیږي باید ژر تر ژره یې درملنه وشي، تر څو نور له دې عذابه وژغول شي.

XS
SM
MD
LG