د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې په نشو د ښځو پر اخته کېدو اندېښنې


په پکتیکا کې په نشو د ښځو پر اخته کېدو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

د پکتیکا د ښځو چارو رئيسه خوشبو میدانوال وايي په دې ولایت کې زیاتره ښځې اوس وړې نشې کوي او دا وېره شته چې په راتلونکې کې لویو نشو ته هم لاس واچوي.


د پکتیکا د ښځو چارو رئيسه خوشبو میدانوال وايي په دې ولایت کې زیاتره ښځې اوس وړې نشې کوي او دا وېره شته چې په راتلونکې کې لویو نشو ته هم لاس واچوي.

هغه وايي د پکتیکا په لرې پرتو سیمو کې یو شمېر مېرمنې د نسوارو په څېر په کوچنیو نشو اخته شوي.

د ښځو چارو رئيسه وايي "په پکتیکا ولایت کې د معتادو مېرمنو رسمي لیست نه لرو، ولې په غیر رسمي ډول موږ معلومات ترلاسه کړي چې زیاتې مېرمنې په نسوارو او نورو مخدراتو روږدي دي. کله چې مو پوښتنه کړې دوی مختلف لاملونه ښيي چې ولې په مخدراتو اخته شوې، ځینې یې وايي چې زموږ همسایه ښځې راته ویل چې د رواني شتونزو لپاره ښه دي، ځینې وايي چې د غاښ او نورو دردنو په خاطر مې وکارول. امکان ددې شته چې دغه مېرمنې له وړو نشو څخه غټو نشو ته مخه کړي".

هغه وايي په دې وروستیو د دغه ولایت د زندان ساتونکو یوه ښځه داسې مهال ونیول چې غوښتل یې زندان ته نشه يي توکي ولېږدوي.
XS
SM
MD
LG