د لاس رسي وړ اتصالات

هغه تنکی ځوان چې خپل ماما په نشو اخته کړ


هغه تنکی ځوان چې خپل ماما په نشو اخته کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

د غزني اوسېدونکی شېرعلي دوولس کلن وو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ، خو هلته یې خپل ماما په نشو اخته کړ.


د غزني اوسېدونکی شېرعلي دوولس کلن وو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ، خو هلته یې خپل ماما په نشو اخته کړ.

هغه وايي دلته د موټرسایکلو مستري وو خو خپل کار یې پرېښود او د کورنۍ په پټه ایران ته لاړ.

په نشو اخته دغه ځوان وايي "هلته مې له ماما سره اوسېدم، هغه په مخدراتو اخته وو، زه نه پوهېدم چې بیا به مې ژوند وي بچیان به مې وي او نه دا سوچ راسره وو، ماما د پلار حیثیت لري او زه مې ماما په دې عمل اخته کړم. ما ته به یې ویل راشه یو دود ووهه داسې به دې ټیټ کړي، داسې کار به کوې، هغه چې به ما وڅکول رښتیا هم نه به په کار پوهېدم نه به په ځان پوهېدم نو ما ویل دا ښه شی دی راځه دا لار ونیسه".

هغه چې واده یې کړی او ماشومان هم لري وايي پلار یې د درملنې لپاره پاکستان ته هم بېولی وو، خو نه دی توانېدلی چې له نشو لاس واخلي.

شېرعلي په نشو اخته کېدو پښېمانه دی، وایي نه پوهېدی چې یو ورځ به کورنۍ او بچیان لري.

هغه وايي په دې لټه کې دی چې له نشو لاس واخلي او یو ځل بیا له خپلې کورنۍ سره خوشحاله ژوند پیل کړي.
XS
SM
MD
LG