د لاس رسي وړ اتصالات

جمعه خان: نشې پرېږدم، چې بېرته کار او نوی ژوند پېل کړم


جمعه خان: نشې پرېږدم، چې بېرته کار او نوی ژوند پېل کړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

د هلمند اوسېدونکی جمعه خان چې شاوخوا ۲۱ کلن دی، له څو کلونو راهیسې بېلا بېلې نشې کوي او دا مهال په غزني کې له نورو معتادینو سره یو ځای شپې سبا کوي.


د هلمند اوسېدونکی جمعه خان چې شاوخوا ۲۱ کلن دی، له څو کلونو راهیسې بېلا بېلې نشې کوي او دا مهال په غزني کې له نورو معتادینو سره یو ځای شپې سبا کوي.

هغه چې خپل د تره زوی په تریاکو اخته کړی، په پولیسو کې هم دنده درلوده، خو له خپل قوماندان سره یې تر شخړې وروسته هیرویین وڅکول چې اوس د هیرویینو تر څنګ شیشه هم څکوي.

جمعه خان وايي " په جنګ کې مو څلور شهیدان او څلور ټپیان درلودل موږ درې کسان ژوندي ووتلو، دلته په پوسته کې مې به کله کله شیشه څکوله یا به مې سګریټ څکول خو کله چې مې د قومندان سره شخړه راغله نو ډېر په تنګ راغلی وم او راغلم هیروین مې وڅکول".

په نشو اخته دغه ځوان چې ادعا کوي د شپږو میاشتو معاش یې ګرځول شوی، وايي دولت دې د خپل حق د ورکولو تر څنګ د هغه د درملنې غم وخوري چې بېرته خپلې دندې او عادي ژوند ته ګرځي.
XS
SM
MD
LG