د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې ځوانې معتادې له کړاوونو ډک ژوند


د یوې ځوانې معتادې له کړاوونو ډک ژوند
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

د غزني اوسېدونکې محبوبه وايي هغه مهال په نشو اخته شوه چې د لور تر مړینې وروسته یې خوب ورک شو او معتاد خاوند یې د دې لپاره چې خوب ورشي نشه يي توکي په وڅکول.


د غزني اوسېدونکې محبوبه وايي هغه مهال په نشو اخته شوه چې د لور تر مړینې وروسته یې خوب ورک شو او معتاد خاوند یې د دې لپاره چې خوب ورشي نشه يي توکي په وڅکول.

هغه نه پوهېده چې په نشو به معتاده شي، وايي کله چې به نشه يي توکي ورسره نه ول، بدن به یې درد کاوه چې بېرته یې نشو ته اړه کړه.

دغه ځوانه مېرمن چې تریاک، شیشه او پوډر څکوي، وايي هڅه یې کړې چې خپله درمنله وکړي او بېرته عادي ژوند ته وګرځي خو نه ده توانېدلې.

محبوبه وايي "په کابل کې بستر روغتون ته تللې وم، خو ډاکټرانو ویل چې ته باید له ځان سره د کورنۍ غړی ولرې چې ضمانت دې وکړي، له ما سره داسې نارینه نشته چې روغتون ته مې بوځي".

هغه پر دولت او نورو مرستندویه ادارو د مرستې غږ کوي چې د درملنې غم یې وخوري او تر څنګ یې د کار زمینه ورته برابره کړي.
XS
SM
MD
LG