د لاس رسي وړ اتصالات

کرنې وزارت: د بدیل معیشت پروګرامونو د کوکنارو کښت کم کړی


کرنې وزارت: د بدیل معیشت پروګرامونو د کوکنارو کښت کم کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د بدیل معیشت پرواګرمونو پلي کولو د بزګرانو اقتصادي ژوند ښه کړی او د کوکنارو په کښت کې یې کموالی راوستی دی.


د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د بدیل معیشت پرواګرمونو پلي کولو د بزګرانو اقتصادي ژوند ښه کړی او د کوکنارو په کښت کې یې کموالی راوستی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې همدا اوس د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د بدیل معیشت د پروګرام د تقویې لپاره د سلګونو سوداګریزو باغونو او شنو خونو په جوړولو کار دوام لري.

هغه وايي "د کرنې وزارت ټولې پروژې په ۳۴ ولایتونو کې په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د کوکنارو کښت کېږي تطبیق او عملي کېږي. دا پروژې په مستقیم ډول د کوکنارو د کښت پر کموالي مستقیمې اغیزې لري. د کرنې وزارت په مشخص ډول د کرنې او د کلیو د پراختیا د پروژې له لارې په یو شمیر ولایتونو لکه ننګرهار، بادغیس او فراه کې په بدیل کښت کار کوي او په دې برخه کې د شنو خونو، سوداګریزو باغونو او نورو پروژو باندې چې د بزګرانو د عواید د زیاتوالي او د حلال کښت د ترویج لامل کېږي په تیرو څو کلونو کې کار کړی او اوس هم په یو شمیر ولایتونو کې د دغې پروژې له لارې مختلفې برنامې عملي کېږي".

په ورته وخت کې یو شمیر بزګران هم وايي چې د کرنې وزارت له خوا د شنو خونو د پروژو په عملي کولو سره د دوی عواید زیات شوي دي.

عبدالمنان چې په ننګرهار ولایت کې بزګري کوي وايي "مخکې مې کوکنار کرل، خو اوس چې دغه ګرین هاوسونه (شنې خونې) موږ ته جوړې شوي هرڅه مو پرېښي دي. مخکې به مې په ۲۵ جریبه ځمکه کې کوکنار کرل، اوس دا یو ګرین هاوس راته هغومره حاصل راکوي".

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د بدیل معیشت پروګرام له لارې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په زرګونو بزګرانو باندې اصلاح شوي تخمونه، کیمیايي سره او څاروي ویشل شوي، ترڅو هغوی پر ځان بسیا شي او د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG