د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د نوي صدراعظم بېساري هرکلی وشو


د هند راتلونکی صدراعظم نریندر مودي
د هند راتلونکی صدراعظم نریندر مودي

مودي د هند د نفوس 815 ملېونو راېو ورکوونکېو ته داقتصادي ودی ا وانکشاف وعدې ورکړلی.

ښاغلی نرېندرا مودي تردې مخکې دهندوستان دگوجرات اېالت ستر وزېر و. هغه نوي ډیلی ته هم د لوېدیځ گوجرات نه ورغی. دنوموړي گوند په گوجرات کې له 2001 کال راهېسې واکمن گوند دی.

نرېندر مودي له ډېرې اوږدې مودې راهیسې دمخالف سیاسي گوند مشرو. او اوس دېته ځان چمتو کوي چې د خپل صدارت پنځه کلنه دوره پېل کاندي.

دهغه د بهارتېه جنتا گوند چی په BJP شهرت لري په دومره غټ اکثرېت دهند پارلېماني انتخابات وگټل چې په تېرو دېرش کلونو کې سابقه نلري.

د شنبی په ورځ داسی ښکارېدل چې دهند د پارلېمان د 543 چوکېو له جملې نه نرېندر مودی 282 چوکۍ گټلې دي. د حکومت لپاره داکثریت چوکی پکاردي او دمودی ملتپال گوند ترهغی هم لس چوکۍ زېاتی گټلی دي.

د هغه دهندو ملت پال گوند، له خپل انتخاباتی سېال گوند کانگریس نه په بشپړ ا کثریت باندې دغه ا نتخابات وگټل. نرېندر مودي د خپل بري د وېنا په وخت کې دهند خلکو ته وویل:
"..ددې بریالېتوب د ستاېنی مستحق اول، ددې ملت ېونېم ملېارد خلک دي . په دوېمه درجه کې ددې بریالېتوب د ستاېنی مستحق، هغه خلک دي چې له 1952 کال راهیسې ېې، هو! له 1952 کال راهېسې ېې، په دې هیله ا و امېد ژوند کاوه چې خپل هرڅه دې ملت ته ورکړي. دا بریالیتوب دهغوی د هڅو او قربانېو له امله ممکن شوېدی."

د هند تلونکي صدراعظم من موهنسنگ دخپلې خدای پامانۍ په وېنا کې خپل هېواد وال دېته وهڅول چې د نوي مشر تر شا ودریږي او ملاتړ ېې وکړي. من موهنسنگ ملت ته د خطاب په ترڅ کې وویل:

"... په موږ کې باېد هرېو دهغی فیصلی درناوی وکړي چې تاسې وکړله. دغه انتخابات چې همدا اوس پاېته ورسېدل، زموږ ددېموکراتېکو پالیسېو او ا صولو بنسټونه ېې نور هم پاخه کړل."


ښاغلي مودي ته د بهرنېو هېوادونو مشرانو هم د مبارکۍ پېغامونه ور ولېږل. په دې کې له واشنگټن نه د سپېنی ماڼي وېاند جی کارني وویل:

موږ نرېندرا مودي او دهغه گوند BJP ته، ددغې کامېابۍ چې په دغو تاریخي انتخاباتو کې ېې اکثریت چوکۍ وگټلې، مبارکي ورکوو. کله چې نوی حکومت تشکیل شي، نوموږ دېته سترگې په لارېو چې له صدراعظم او دهغه له کابینې سره نېژدې همکاري پېل کړو. په دې توگه به زموږ دوه اړخېزې اړیکې چې د گډو دېموکراتېکو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي، نورې هم غښتلې شي او پرمختگ به وکړي.

څرنگه چې د ښاغلي مودي (هندو ملت پال) دی دهغه له نقادانو سره دا وېره ده چې هسی نه هغه د زور اونفاق له پالیسي نه کار واخلي. خو مودي په خپله د هند د نفوس 815 ملېونو راېو ورکوونکېو ته داقتصادي ودی ا وانکشاف وعدې ورکړلی. نرېندرا مودی تردې مخکې دری ځلی د گوجرات اعلی وزېرو.

ښاغلی نرېندر مودي چې ډېرژر به دهند صدراعظم شي، د جمعی په ورځ ېې د خپلو گڼو پلوېانو په مخکې چې له خوشالۍ نه ېې شور او زوږ جوړ کړی و، لوړه وکړله چې دده په حکومت کې به دهرېوه برخه موجوده وي، او دهرېوه لپاره به کار کوي.
XS
SM
MD
LG