د لاس رسي وړ اتصالات

فضا ته د سیلانیانو سفر- ناسا نړیوال فضایي مرکز د سیلانیانو پرمخ پرانزي

د امریکا د فضایي څیړنو ملي ادارې (ناسا) اعلان کړی دی چې د ٢٠٢٠ کال له پیل نه د نړیوال فضایي مرکز دروازې د سیاحتي سفرونو او نورو سوداگریزو فرصتونو پرمخ پرانستل کیږي.

د ناسا مسولینو ویلي چې ټاکل شوې هر کال فضا ته دوه لنډ سیاحتي سفرونه وشي.

د ناسا د مالي چارو مسؤل د جمعې په ورځ وویل: "ناسا نړیوال فضایي مرکز د تجارتي فرصتونو او بازارموندنې پرمخ پرانيزي، هغه اقدام چې تر اوسه هیڅ سابقه نلري."

ناسا له دې دمخه د نړیوال فضایي مرکز څخه د هر ډول تجارتي استفادې مخالفت کړی و. خو ددې ادارې نوی اقدام په بشپړ ډول د نړیوال فضایي مرکز د خصوصي کولو لپاره د هڅو یوه برخه ده.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ تیر کال اعلان وکړ چې د نړیوال فضایي مرکز بودجه به چې د امریکا د دولت له خوا ورکول کیږي د ٢٠٢٥ کال پورې قطع کړي.

واشنگټن پوست رپوټ ورکړی د هغو کسانو لپاره چې دغه فضایي سفر ته لیوال دي په نړیوال فضایي مرکز کې یوه شپه اوسیدل شاوخوا ۳۵۰۰۰ ډالره لگښت لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG