د "جونو" فضایي بېړۍ چې اړتیا وړ انرژي د لمر له وړانگو ترلاسه کوي، د پنځه کلن سفر او د دوه میلیارده او ٨٠٠ میلیونه کیلومیتره واټن له وهلو وروسته د مشتري په مدار کې چورلیدل پیل کړل.
د امریکا د متحده ایالاتو د ملي فضایي ادارې یا ناسا فضایي بېړۍ تیر ماښام خپل ماشین خاموشه کړ چې حرکت یې ورو شي او د مشتري جاذبه یې هغې سیارې کش کاندي.
د جونو خودکاره مصنوعي بېړۍ د ٢٠١١ کال په اگست کې د فلوریدا ایالت د کیپ کاناورال د فضایي اډې نه وتوغول شوه، چې پرون یې وکړای شول د مشتري په شاو خوا کې د سختو تشعشعاتو او د مختلفو فضایي اجرامو له منځه په تیریدو سره ځان په سالمه توگه دغې سیارې ته ورساوه.
جونو به په راتلونکو ٢٠ میاشتو کې د مشتري سیاره مطالعه کړي چې پوهان وکړای شي د شمسي نظام بنسټ تشخیص کړي او د مشتري د گازي قشر لاندې د هغې سیارې د جامدې سطحې په هکله پلټنې وکړي. د جونو د فضایي بېړۍ ماموریت یو میلیارد او ۱۰۰ میلیونه ډالر لگښت لري.
جونو دوهمه فضایي بېړۍ ده چې مشتري ته رسیږي. له دې دمخه د گالیلو په نامه د ناسا بله فضایي بېړۍ د ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۳ پورې د مشتري په مدار کې څرخیدله.
د جونو ماموریت په ٢٠١٨ کال کې پای ته رسیږي او هغه وخت به دغه فضایي څیړنیزه بېړۍ په قصدي توگه د مشتري په اتموسفیر کې نسکوره او له منځه یووړل شي.
مشتری په شمسي نظام کې تر ټولو ستره سیاره ده او د لمر څخه د واټن له مخې ددې نظام پنځمه سیاره ده.