د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا د زحل سیارې ته فضایي بېړۍ لیږي


د امریکا د متحده ایالتونو د فضایي څیړنو نړیوال مرکز وایي چې دا ځل د څیړنو په موخه د (Dragonfly) یا ښامار الوتنې په نوم یوه سفینه تر ټولو غټې سیارې، زحل ته لیږي.

ناسا وایي چې له دغه کار څخه یې موخه په دغه سیارې کې د ژوند د امکاناتو څیړل دي.

د ناسا مدیر، جم برډنستین وویل: "نن په افتخار ویلی شم چې د زحل سیارې ته د "ښامار الوتنې" په نوم فضایي بېړۍ لیږلو سره زمونږ نوی ماموریت پیلیږي."

دغه فضایي بېړۍ څلور برخې لري او ټوله د یو موټر په اندازې غټه ده.

زحل یو له هغو سیارو څخه ده چې ځمکې ته ډیر ورته والی لري.

دا لومړۍ ځل دی چې د اټمي انرژۍ په مرسته یوه فضایي بېړۍ فضا ته لیږل کیږي. دغه بېړۍ ددې وړتیا لري چې د زحل د ترټولو غټې سپوږمۍ "ټایټان" په اتموسفیر کې تر ١٦٠ کیلومترو پورې داخله شي.

دغه فضایي بېړۍ به د زحل تر ټولو غټې سپوږمۍټایټان کې د ژوند امکانات وڅیړي او په هغه کې به د اوسني او یا پخواني کیمیایي موادو د شتون په اړه معلومات راټول کړي.

XS
SM
MD
LG