د لاس رسي وړ اتصالات

د جیمز وب تسلکوپ په بشپړه توګه په فضا کې ځای پر ځای شو


د جیمز ویب تلسکوپ په فضا کې ځای پر ځای شو.
د جیمز ویب تلسکوپ په فضا کې ځای پر ځای شو.

د جیمز ویب فضایي تلسکوپ د شنبې په ورځ جنوري ۸ (مرغومي۱۸) په فضا کې د ځای پر ځای کیدو بهیر چې دوه اوونۍ وخت یې ونیوه بشپړ کړ او خپله وروستۍ ښیښه اي تخته یې پرانیستله.

دا تلسکوپ د فضا څخه په هر بهیر کې د نړۍ د تاریخ د څیړنې لپاره چمتوالی نیسي.

وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو د فضا ملي ادارې (ناسا) په ټویټر کې د دې تلسکوپ د وروستي بال د ځای پر ځای کیدو اعلان وکړ، د انجینرانو ډلېد مریلنډ ایالت د بالټیمور په ښار کې د فضا د تلسکوپ ساینس په انسټیټیوټ کې د دې خبر په خپریدو خوښې وښوده.

د ناسا یو جګپوړي انجینر تامس زوربوچن په ویډیو کې د تلسکوپ د ځای پر ځای کیدو پر مهال په ژوندۍ بڼه خپریده دا یې یوه تاریخي پیښه وبلله. هغه وویل، "زه یې په اړه (د تلسکوپ ځای پر ځای کیدو) احساساتي یم. څه یوه تاریخي پیښه".

دا چي دغه تلسکوپ ډیر غټ و او د راکټ په مخکنۍ برخې کې نه ځایده، انجینران اړ شول چې هغه څو ټوټې کړي چې په فضا کې پرانیستل شي.

ناسا ویلي چې د دې تلسکوپ پرانیستل کیدل یو پیچلی او ستونزمن کار و او داسې پروژه ده چې د لومړي ځل لپاره یې د کیدو هڅه شوې.

د متحده ایالاتو د فضا ملي ادارې ویلي چې لا هم د دې تلسکوپ وروستی فنر ندی نښلول شوی او په نښلول کیدو سره به دا تلسکوپ په بشپړه توګه په فضا کې پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG