د لاس رسي وړ اتصالات

مزار شریف کې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنې ته غبرګونونه


په مزار شریف کې د اهل تشیع په جومات کې برید چې ګڼ شمیر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې په ملي او نړیواله کچه غندل شوی.

په راپورونو کې ویل شوي چې پیښه نن پنجشنبه اپریل ۲۱ (غوایي۱) د سه دکان په نامه جومات کې د ماسپښین په شاوخوا ۱ بجه هغه وخت وشوه چې ګڼ شمیر خلک جومات ته د لمانځه لپاره راغلي و.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې برید هغوي کړی.

په مزارشریف کې د ابوعلي سینا روغتون رئیس ډاکتر غوث الدین انوري امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځایه دغه روغتون ته ۱۰ مړي ۳۲ ټپيان وروړل شوي دي خو عیني شاهدانو امریکا غږ ته تائید کړې چې په چاودنې کې تر ۱۰ ډیر کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډیر ټپي شویدي.

ملي او نړیوال غبرګونونه:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دا برید "ناوړه" بللی او په سختو ټکو یې غندلی.

یوناما پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، "په ملکیانو دا تازه بریدونه په افغانستان کې د اندیښنې وړ بهیر دی. باید ژر تر ژره بند شي او د مرتکبینو سره یې حساب وشي".

د یوناما تر څنګ د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینیت په ټویټر کې لیکلي چې په مزار شریف کې د شیعه ګانو په جومات چاودنې شوې او یو ځل بیا یې قربانیان هزاره ګان دي.

ښاغلي بینیت دا بریدونه د بشري حقونو څخه سرغړاونې بللې او د بندیدو غوښتنه یې کړې، "په ښوونځیو او جوماتانو سیستوماتیک او هدفي بریدونه باید ژر تر ژره بند، وپلټل شي او حساب کتاب دې وشي".

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې په "بې ګناه" خلکو بریدونه غندلي او د ایران لپاره یې د اندیښنې وړ بللي.

د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په اعلامیې کې ویلي چې روژه په خوله لمونځ کوونکو باندې برید او په ځانګړې توګه د مزار شریف په جومات کې د لس ګونو بې ګنا خلکو وژل او ټپي کول د "کرکې وړ" عمل دی.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ټویټر کې دا برید غندلی او هغه یې د ترهګرۍ عمل او د بشريت ضد جرم بللی. ښاغلي کرزي لیکلي چې دا برید د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا برید غندلی او د هغو ډلو کار یې بللی چې د هغه په قول د افغانستان د ټولنې سره هیڅ سر او کار نلري.

مجاهد په ټویټر کې لیکلي، " د افغانستان اسلامي امارت په کابل، بلخ او کندز کې په ملکي خلکو چاودنې په کلکو ټکو غندي. دغه جنایات د هغو کړیو کار دی چې په افغاني ټولنې پورې هيڅ ارتباط نه لري. موږ د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښيیو، شهیدانو ته جنت او ټپیانوته عاجله شفا غواړو."

ها خوا د طالبانو ضد د مقاوخت جبهې هم په یوې اعلامیې کې په افغانستان او په ځانګړې توګه په مزار شریف کې دا بریدونه غندلي او دا بریدونه یې د طالبانو په شان د نظریو لرونکو خلکو کار بللی.

په افغانستان کې د دغه پرله پسې چاودنو خبر پر داسې مهال ورکول کیږي چې وړمه ورځ د کابل ښار په دشت برچې سیمه کې د «عبدالرحیم شهید» لېسې او «ممتاز» روزنیز مرکز مخته درې پله پسې چاودنو ګڼ شمېر زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.

امریکا غږ ته د رسېدلي لېست له مخې په دغه چاودنو کې ۱۷کسان وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG