د لاس رسي وړ اتصالات

کابل:ایساف باید خپل مرکزونه له ماینونو پاک کړي


کنړ کې د ناټو د هلیکوپتر په چاودنه کې تلفات اوښتي
کنړ کې د ناټو د هلیکوپتر په چاودنه کې تلفات اوښتي
د افغانستان د ملي امنیت شورا په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو په هوايي ډګرونو او تمریناتي مرکزونو کې، د ناپاتي چاودېدونکو توکو او ماینونو د پاکولو غوښتنه کړې ده .

د ارګ په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې،شورا د ملي امنیت سلاکار ته دنده وسپارله چې په دغه برخه کې دې له نړیوالو ځواکونو سره دې د افغان حکومت اندېښنه هم شرېکه کړي.

دغه پرېکړه د ملي امنیت د شورا د یکشنبې ( ۱۳-۰۴-۲۰۱۴) د ورځې په غونډه کې شوې ده .

په اعلامیه کې له ایساف ځواکونو دا غوښتنه هم شوې چې باید ژر ترژره، افغان لوري ته په ورسپارل شویو مرکزونو کې د ناچاوده توکیو او ماینونو د پاکولو په برخه کې له افغان ځواکونو سره ګډ او جدي کار وکړي .

په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې ناټو ځواکونو د افغانستان په کومو برخو کې دا ډول ناچاودي ماینونه او ناچاودي توکي پرې اېښي دي، خو په وروستیو دوو کلونو کې د هېواد په یو شمېر برخو کې بهرنیو ځواکونو د خپلو ډېرو مرکزونو او تمریناتي سیمو واک افغان لوري ته سپارلی دی .

په افغانستان کې مېشت له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو انتقال، د چارو د افغانیزه کولو یوه مهمه برخه بلل کیږي .

افغانستان له تېرو شاوخوا دریو لسیزو په جګړو کې ښکیل هېواد بلل کیږي،چې په ځینو سیمو کې یې وخت ناوخت د سړک غاړې ماینونه او نورو ناچاودو توکو د چاودنو له کبله، ولسي خلکو، افغان او نړیوالو ځواکونو ته د سر او مال زیانونه اوړي.
XS
SM
MD
LG