ناټو وایې چې دوه تنه عسکر ېې په یوه حمله کې چې دوو افغانانو پرې وکړه وژل شوي دي او گومان کېږي چې یو حمله کوونکی د افغانستان د پوځ عسکر وي.
ناټو وویل چې په عسکرو باندې دا حمله نن دپجشنبې په ورځ دافغانستان په جنوب کې شوې ده. د تېرې ېوې اونۍ په موده کې د ناټو شپږ عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي،چې دوه تنه آمریکایي پوځي مشاوران هم په کښې شامل دي.دا دواړه نظامي مشاورین د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې یوه افغان پولیس وویشتل.
ددې نه مخکې په کابل کې د آمریکا په ېوه پوځي اډه کې دېوه عسکر په لاس د قرآن کریم د څو نسخو د سوځولو نه وروسته، یوه افغان عسکر تیره اونۍ دوه تنه آمریکایې عسکر وېشتلي و.