د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: هلمند او بادغیس کې د طالبانو مشران وژل شوي


ناټو: هلمند او بادغیس کې د طالبانو مشران وژل شوي
ناټو: هلمند او بادغیس کې د طالبانو مشران وژل شوي

په افغانستان کې د ائتلاف قواوې وايي دوی د طالبانو دوه مهم مشران په دې وختونو کې د هلمند او بادغیس په ولایتونو کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.

ناتو وايي ملا جمال الدین د افغان قواوو او ناتو په گډو عملیاتو کې د شنبې په ورځ وژل شوی دی.

ناتو وايي چې داسې په نظر کې ؤ چې د طالبانو د بادغیس د پخواني والي د وژل کیدلو نه وروسته طالبان ملا جمال الدین د بادغیس د والي په حیث مقرر کړي. هغه تیره چارشنبې ووژل شو.

ائتلاف وايي افغان او بین المللي قواوې همدارنگه د طالبانو یو عمده غړی اجمل اغا جان په هلمند کې د شپې له خوا په عملیاتو کې وژلی دی.

ناتو وايي چې اجمل اغا جان په ټول هلمند کې د بمونو د ایښودلو مسئولیت په غاړه درلود.

ناتو زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوبي برخو کې ددوی دوه تنه عسکر وژل شويد ي.

XS
SM
MD
LG