د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو یو عسکر د افغان افسر د ژغورلو دپاره ځان ورکړ


د امریکا په مشري د ناټو ځواکونه وايي چې د ژغورنې په یوه بریالي عملیاتو کې یو بریتانوی عسکر هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې د پولیسو یو افغان افسر چې یاغیانو تښتولی وو، وژغوري

د هلمند ولایت چارواکي وايي چې یاغیانو دغه افسر پرون د یکشنبې په ورځ د نحر سراج ولسوالۍ د پاین د کلي نه د یوې امنیتي پوستې څخه وتښتوی.

د ناټو په مشري ایتلاف نن دوشنبې په ورځ وویل چې بریتانیوي ځواکونو وشو کړای چې تښتول شوی افسر وژغوري خو یاغیان په تېښته بریالي شو. د پېښې د سیمې نه یو موبایل ټلفون، چاودیدونکي توکي او ځیني اسناد ترلاسه شوي دي.

د ناټو په بیانیه کې د وژل شوي عسکر په هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي نه د هغه د مړینې په هکله څه ویل شوي دي. په بیانیه کې د یوه بل سرتیري د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG