د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په افغانستان کې خپل دپلوماتیک شتون ساتي 


د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) وایي په افغانستان کې خپل دپلوماتیک شتون ساتي او د کابل د هوایي ډګر په فعال پاته کیدو کې مرسته کوي.

د ناټو یو مقام وویل چې دغه تړون د افغانستان وضعیت په پرله پسې توګه ارزوي.

ناټو ویلي دي چې د جګړې د پای ته رسیدو او د یوې سیاسي حل لارې د موندلو لپاره د افغانانو د هڅو ملاتړ کوي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو له خوا د افغانستان د اکثرو ولایتونو د نیولو سره سره د افغانستان حکومت د کابل د امنیت خبر ورکړی دی او د طالبانو ډلې هم ویلي چې د یوې موافقې تر رسیدو پورې کابل ته نه ننوځي.

پدې ترڅ کې ویل کیږي چې د افغانستان د جمهوري ریاست یو پلاوی چې ترکیب یې تر اوسه څرګند ندی دوحې ته تللی دی چې طالبانو سره د واک د انتقال د څرنګوالي په هکله مذاکره وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي غړې فوزیه کوفي د رویترز اژانس ته ددې هیت د سفر پخلی کړی دی.

یوې باخبرې منبع د رویترز اژانس ته ویلي چې د افغانستان او طالبانو هیتونه به د واک د انتقال په سر خبرې وکړي. دغې منبع همداشان ویلي دي چې امریکایي مقامات هم په مذاکراتو کې ښکیل دي. خو هیڅ امریکایي مقام تر اوسه پدې اړه خبرې ندي کړي او نه یې هم دغه خبر تائید کړی دی.

XS
SM
MD
LG