د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د خپلو ٥ عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړ


ناټو د خپلو ٥ عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړ
ناټو د خپلو ٥ عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړ

پوځی چارواکی وایی چی په افغانستان کی د ناتو پنځه عسکر په بیلابیلو پیښو کی وژل شوی دی.

د یوه خبرلیک له مخی د افغانستان په جنوب کی دری د ناتو عسکر د یوه موټر په ټکر کی وژل شویدی ، ناتو وویل چی د افغانستان په جنوب کی د هغوی بل عسکر د بم په چاودنه کی وژل شوی او پنځم وژل شوی عسکر د افغانستان په ختیځ کی د یاغیانو په یوی حملی کی وژل شوی دې.

بل پلو د افغانستان چارواکي وایی چی د کندهار په ښار کی نن د سړک د غاړی د بم په یوی چاودنی کی د پولیسو یو صآحب منصب او دوه تنه ملکی کسان وژل شوي دي .

چارواکي وایی چی دغه بم د کندهار د پنجوایی په ولسوالۍ کی د پولیسو په یوه موټر او دوو شخصي موټرو ور برابر شو .

چارواکی وایی چی په دی چاودنه کی لږ تر لږه درۍ تنه زخمی شوی دی.

تر اوسه پوری هیچا د دی چاودنی پړه په غاړه نه ده اخیستی.

په کندهار کی په راتلونکو څو میاشتو کی په غټو پوځی عملیاتو باندی خبری کیږی . د دی عملیاتو هدف دا دی چی په دی ولایت کی طالبان د هغوی د قوی مرکزو نو نه په شا وتمبول شی.

بل پلو ناتو وایی چی د اییتلاف قواوو د فراه په ولایت کی د طالبانو یو قوماندان او څو تنه یاغیان وژلی دی.

همدا شان د خوست په ولایت کی د افغانستان مشترکو قواوو پرون شپه د حقانی د ډلی یو قوماندان نیولی دی.

XS
SM
MD
LG