د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن: امریکا د ناټو د لیبیا له ماموریت سره تر پایه دریږي


کلنټن: امریکا د ناټو د لیبیا له ماموریت سره تر پایه دریږي
کلنټن: امریکا د ناټو د لیبیا له ماموریت سره تر پایه دریږي

د امرېکا دبهرنېو چارو وزېره هېلری کلنټن وايي ترڅو چې ناټو په لېبېا کی خپل مامورېت بشپړ کړې نه وي ترهغې پورې به ورسره متحده اېالات خپله همکاري او مرسته جاری ساتی.

مېرمن کلنټن نن په برلېن کې دناټو د بهرنېو چارو د وزېرانو په ېوې غونډې کې وېنا کوله. کلنټن ووېل چې دا خبره دناټو دانډېوالانو لپاره ډېره زېاته مهمه ده چې خپله ملگرتېا ټېنگه وساتي ځکه چې دلېبېا مش رمعمر القذافي هم لگېا دی کوښښ کوئ چې معلومه اېا د ناټو تړون پوخ عزم لري او که نه.

دناټو دغړو هېوادونو ترمنځ د لېبېا دعملېاتو په اړه ېوه څه اختلافات راپېدا شوي دي. فرانسه او برېتانېه غواړي چې دناټو هواېې ځواکونه د معمر القذافي د وفادارو پوځونو پر خلاف خپل عملېات گړندي کړي خو دامرېکا متحده اېالات ډېر زېار باسی چې په لېبېا کی خپل عسکری رول کم کړي. دمعمرالقزافي مخالفان چې فعلا ېواځې په ېو څو ښارگوټو باندی کنټرول لری، د معمرالقذافي ځواکونو پری خپل پوځي فشار زېات کړی دی.

مخالفان وېې نن په مېسراطې کې د قذافي عسکرو د هغوئ په مرکزونو باندی راکټونه وارکړل ، چې ٩ کسان ېې ووژل. د لېبېا په دولتي ځواکونو باندي داتورونه لگول شوي چې ملکی خلک وژني.

په عېن وخت کې دلېبېا په باب ېوه نړېواله غونډه په قاهره کې جوړېږی ،چې ټاکل شوی دملگرو ملتونو عمومی منشي باکېمون او د اروپاېې اتحاد دخارجي سېاست دڅانگې امره مېرمن کاټرېن اشټن به په کې گډون وکړی. په غونډه کې د افرېقاېې اتحاد او اسلامی سازمان غړي هم برخه اخلی.

XS
SM
MD
LG