د لاس رسي وړ اتصالات

کمیرون: په افغانستان کې د ترهگرو گواښونه کم شوي


په ویلز کې د ناټو د غړو هیوادو مشران
په ویلز کې د ناټو د غړو هیوادو مشران

د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو او په افغانستان کې د ایساف په ماموریت کې د ٢٨ غړو هیوادونو استازو نن پنجشنبې هغو افغان او ایساف سرتیرو ته د درناوي مراتب ترسره کړ چې په افغانستان کې یې د خدمت په مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ناتو عمومي منشي اندرس فو رسموسن د بریتانیې په ویلز ښار کې په غونډه کې د ټولو گډون کوونکو نه وغوښتل چې په افغانستان کې وژل شویو او ټپي شويو سرتیرو ته د درناوي دپاره یوه شیبه چوپتیا غوره کړي.

د ناټو دا مهمه غونډه په داسې حال کې پرانستل شوه چې رسمي اجندا یې په اوکراین کې کړکیج، په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت ختمیدل او په عراق او سورېې کې د اسلامي دولت د ډلې په ظهور باندې متمرکزه ده.

د ناتو عمومي منشي راسموسن په خپله وینا کې وویل، افغانستان نور ترهگرو ته امن ځای نه دی.

هغه زیاته کړه چې د روان کال په پای کې به د ایساف ماموریت بشپړ شي او ٣٥٠ زره افغان امنیتي ځواکونه کفایت کوي چې افغان ولس وژغوري.

ښاغلي راسموسن وویل چې د ٢٠١۴ وروسته به هم د افغانستان سره زمونږ ژمنې جاري وي.

هغه په افغانستان کې د ناتو د راتلونکې ونډې په هکله وویل چې په یو حقوقي چوکاټ کې به یو نوي غیر جنگي ماموریت پیل کړي، خو دغه ماموریت پرته د امنیتي تړون له لاسلیک کولو څخه پلی کیدای نشي.

هغه وویل چې زمونږ د ناتو سازمان علاقه داده چې د ٢٠١٧ کال تر پایه د افغانستان ځواکونو سره پوره مرسته وکړو. د افغانستان سره د سیاسي چارو په گډون شراکت ولرو.

د هغه په وینا افغانستان اوس بدل شوی او افغانان نه غواړي چې هیواد یې بیا د ترهگرو ځاله شي.

ښاغلي راسموسن وویل د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان ښایي په گډه کار وکړي چې انتخاباتي پروسه پای ته ورسیږي او امنیتي تړون لاس لیک شي.

هغه وایي ناتو یو خپلواک، دموکراتیک او متحد افغانستان ته متعهده ده او په دې هیواد کې باید د ښځو حقوق وساتل شي.

په کابل کې د برتانیې د سفارت خبرپاڼه:

په کابل کې د بریتانې سفارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې لیکلي چې د بریتانېې صدراعظم دیوید کامیرون نن پنجشنبې په خپلې وینا کې ویلي چې په افغانستان کې ترهگري په لویه کچه کمه شوې ده.

خبرپاڼه د دیوید کمیرون له قوله دلیکي "د افغانستان خلکو په پراخه کچه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې رایه ورکړه. مونږ د افغانستان امنیتي ځواکونه روزلي څو وشي کړای چې د هیواد په گوټ گوټ کې امنیت تامین کړي. د افغانستان مشران باید د هیواد د راتلونکي ثبات دپاره د یو بل سره اوږه په اوږه کار وکړي، چې خلک یې مستحق دي."

تر دې مخکې د بریتانېې صدراعظم دیوید کمیرون ویلي وو "باید هیر نکړو چې په افغانستان کې د ناټو پوځي مامورت ختموو، داسې ماموریت چې بریتانې پکې مهم رول درلود او د دې دپاره چې افغانستان د سولې او ثبات فرصت ولري، مونږ په یقین لویه بیه ادا کړې ده."

د ناټو دا غونډه په داسې حال کې پرانستل شوه چې د افغانستان ټاکنیز کړکیچ لا تر اوسه ندی حل شوی او د دغه هېواد نوي منتخب جمهور رئیس لوړه نده کړی.

د یو خبر له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د ناتو د سرمشریزې گډونوالو ته د افغانستان په اړه یو لیک استولی او یو ځل بیا یې د بریالیتوب په صورت کې د متحده ایالاتو او ناتو سره د امنیتي تړون په لاس لیک ټینگار کړی دی.

د اسلامي دولت د ډلې په اړه اندیښنه

ښاغلي کمیرون د پنجشنبې په ورځ په ویلز کې وویل چې د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو د دې ټلوالې د تاریخ په یو حساس پړاو کې دا غونډه کړې ده.

ښاغلي کمیرون زیاته کړه "نړۍ ډیر خطرناک او په تدریجي ډول رامنځ ته شویو گواښونو سره مخ ده. دا بلکل روښانه ده چې ناټو لکه څنگه چې پخوا یوه مهم سازمان و، زمونږ د راتلونکي دپاره هم ډیره اړینه ټلواله ده. د روسیې ځواکونه په غیر قانوني ډول په اوکراین کې دي او د اسلامي سخت دریځې گواښونه په عراق او سوریې کې په نوي بڼه د رامنځ ته کېدو په حال کې دی."

د اسلامي دولت ډله په بیرحمۍ سره د دوو امریکایي خبریالانو د سر پری کولو ویدیو په خپریدو د هغوي د وژلو مسولیت په غاړه واخیست. امریکا او برتانیا ددغه ممکنه گواښ په هکله ژوره اندیښنه څرگنده کړې چې کیدای شې دغه هیوادو ته لمن وغزوي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو رسموسن د دې سازمان د غړو هیوادو نه مننه وکړه چې په عراق کې د اسلامي دولت او په اوکراین کې د روسیې د مداخلې په وړاندې یې اقدام کړی دی.

ښاغلي رسموسن وویل "زه باور لرم چې نړیواله ټولنه په مجموع کې مکلفیت لري چې د اسلامي دولت د ډلې د پرمختگ مخه ونیسي. تر هغه ځای چې ناټو پورې اړه لري مونږ په دې اقدام کې د ناټو د مداخلې غوښتنه نده ترلاسه کړې. زه ډاډه یم که چېرې د عراق حکومت د ناټو مرسته وغواړي، د ناټو غړي هیوادونه به په دې هکله جدي غور وکړي."

د بلې سړې جگړې مخنوی

ښاغلي رسموسن د غوندې په پیل کې وویل چې روسیې په اوکراین باندې برید کړی دی. هغه په خپله وینا کې د لویدیځو هیوادو مشرانو ته د مسکو ضد څرگندونې وکړې.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف ناتو ته خبرداری وکړ چې د غونډې نه مخکې اوکراین ته د غړیتوب وړاندیز ورنکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه امریکا باید هڅه ونکړي چې خپله خوښه د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو وتپي.

هغه وویل "په داسې یو حساس وخت کې چې مونږ د کیف او د یاغیانو ترمنځ د ستونزو د حل کولو لار لټوو، د کیف چارواکي غواړي چې د ناتو سازمان غړیتوب تر لاسه کړي."

مسکو په اوکراین کې د روسي عسکرو شتون ردوي خو ناټو وايی چې ١٠٠٠ روسي عسکر په اوکراین کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG