د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پر لارې د ناټو لومړی قطار تیر شو


پرون د پنجشنبې په ورځ د تورخم پر لاره باندي د ناټو د اکمالاتي موادو لارۍ د ۷ ماشتني ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره تیرې شوې.

د تورخم د لارې بیا پرانیستل د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د بدلون استاځیتوب کوي. پاکستان دغه لاره ۷ میاشتي مخکي هغه مهال وتړله چې د امریکا په هوايي بریدونو کې یې ۲۴ عسکر ووژل شول.

اسلام آباد دغه لاره د جولای پر ۳ مه نېټه وروسته له هغه نه چې امریکا د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړه د یو لړ مزاکراتو وروسته بیرته پرانیستله.

تیره اونۍ یو شمیر لارې د چمن د سرحدي لارې د افغانستان خاورې ته ورواوښتې خو د خیبر پر لاره باندي پرون د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د ناټو اکمالاتي قطار تیر شو.

XS
SM
MD
LG