د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د ملاتړ په موخه د ناټو د زیاتو مرستو ژمنه

په ترکیې کې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د غړیو هیوادونو مشرانو غونډې په درشل کې د دې سازمان سرمنشي، مارک روته ویلي چې غړي هیوادونه به پدې سر مشریزې کې د اوکراین سره د مرستو د زیاتو ژمنه وکړي.

روته چې د جرمني د صدراعظم فرېدریک مېرز او د دې هیواد د دفاع وزیر بوریس پېستوریوس سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې د ناټو متحدین به د اوکراین داسې اوږدمهاله امنیتي مرستې وکړي چې د "وړاند وینې وړ او ثابتې" وي.

د مارک روته دغو څرګندونو سره هممهاله، د ناټو او امریکا سمندري ځواکونو د شمالي کارولینا ساحلونو ته نږدې ګډ پوځي تمرینات کړي.

د خبرونو له مخې، په دغو تمریناتو کې د آلمان، فرانسې، اسپانیا او ترکیې په ګډون د ناټو د څو غړو هېوادونو پوځیانو برخه اخیستې وه.

دا تمرینات چې د امریکا د خپلواکۍ له ۲۵۰مې کالیزې سره هممهاله ترسره کیږي، د دې هېواد د دفاعي چمتووالي د پیاوړتیا د پروګرامونو یوه برخه ګڼل کېږي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په ناټو کې د امریکا د رول پر بیا کتنې او د واشنګټن پر پوځي ځواک د اروپا د اتکا پر کمولو ټینګار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG