د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د روسیې غوښتنه رد کړه چې اوکراین ته دې غړیتوب نه ورکوي


د ناټو په غونډې کې د روسیې هغه غوښتنه ونه منل شوه چې وایي پدې سازمان کې دې اوکراین ته غړیتوب نه ورکول کیږي.
د ناټو په غونډې کې د روسیې هغه غوښتنه ونه منل شوه چې وایي پدې سازمان کې دې اوکراین ته غړیتوب نه ورکول کیږي.

د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د پنجشنبې په ورځ د روسیې په هغو امنیتي غوښتونو بحث وشو چې د چارشنبې په ورځ یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې کیرن ډانفرایډ ته سپارلې وې.

د روسیې یوه غوښتنه په ناټو کې اوکراین ته غړیتوب نه ورکول و. خو د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د روسیې غوښتنه رد او د اوکراین په سرحد کې د مسکو د سرتیرو او نظامي وسایلو ځای پر ځای کول یې وغندل.

ښاغلي سټولنبرګ د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلنسکي سره د ملاقات نه وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب پریکړه د دې سازمان د ۳۰ غړیو هیوادونو او پخپله د اوکراین پورې اړه لري.

" د اوکراین پدې حق کې جوړجاړی نکوو چې خپل خپله لار غوره کړي. د ناټو پدې حق کې هم جوړجاړی نکوو چې د ټولو متحدینو دفاع او حفاظت کوي".

د ناټو عمومي منشي د اوکراین سره د دې سازمان همکاري د دواړو لپاره مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې دیموکراسۍ د اوکراین په شان هیوادونو سره د ګډ کار کولو او همکارۍ حق لري.

ښاغلي سټولڼبرګ وویل چې د اوکراین سره د ناټو اړیکې "دفاعي" دي او روسیې ته ګواښ ندی.

ناټو پداسې حال کې د اوکراین سره ملاتړ وښود چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون لویدیځو هیوادونو د اوکراین په سرحد کې د روسیې د سرتیرو او نظامي وسایلو په ځای پر ځای کیدو اندیښنه ښودلې.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګې ریاب کوف د چارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې کیرن ډانفرایډ ته وویل چې ناټو باید د اروپا ختیځ لور ته خپل غځیدل بند کړي او هم دې اوکراین سره پدې سازمان کې د غړیتوب ژمنه بیرته واخلي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم غواړي چې د اوکراین سره د جنجال په هکله مستقیماً د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره خبرې وکړي او ټینګار کوي چې د امنیتي ضمانت ورکول د جنجال د ختمولو لپاره مهم شرط دی.

XS
SM
MD
LG