د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت د میوند پر قول اردو د برید تنظیموونکي نيولي


ارشیف: د میوند په قول اردو کې د افغان پوځیانو تمرین یوه څنډه.
ارشیف: د میوند په قول اردو کې د افغان پوځیانو تمرین یوه څنډه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ ( کب ۱۶ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې پر میوند ۲۱۵ قول اردو د تیرې جمعې د ورځې د تروریستي برید یو تنظیموونکی وژلی او اوه نور یې ژوندي نیولي دي.

وسله والو طالبانو د تیرې جمعې په ورځ ( کب لسمه) هلمند کې پر ۲۱۵ میوند قول اردو په قومندانۍ باندې ډله ییز برید وکړ، چې په کې د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې ۱۹ افغان سرتېري وژل شوي‌ او څلور تنه نور ټپیان شوي وو.

د سیمه ییزو چارواکو د ادعا له مخې د میوند پر قول اردو د طالبانو په برید کې د څلور ځانمرګو په ګډون شاوخوا ۱۵ تنو بریدګرو برخه لرله، چې د دغې قول اردو په یوه څنډه کې یې افغان ځواکونو سره شاخوا د دیرش ساعتونو لپاره جګړه وکړه.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی وو او په برید کې یې په زیات شمیر د افغان سرتیرو د وژلو سربیره د میوند په قول اردو کې د میشتو یو شمیر بهرنیو سرتیرو د وژلو ادعا هم کړې وه.

خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند او افغان پوځ چارواکو د طالبانو ادعا یوازې درواغ بللي وو.

د افغانستان ملي امنیت ریاست د میوند ۲۱۵ قول اردو د برید د تنظیموونکو نومونه هم خپاره کړي او ویلي دي، چې دا اوه تنه د دغې ادارې سره بندیان دی.

پخپله وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ملي امنیت ر یاست د دې وړاندې هم د ۲۰۱۷ میلادي کال د می د میاشتې په ۳۱ مه د کابل د زنبق د څلور لارې د برید د تنظیموونکو د نیولو خبر هم ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG