د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي امنیت وايي د القاعده لوړ پوړی مشر یې وژلی


عاصم عمر په ۲۰۱۴ کال کې د ایمن الظواهري لخوا د سویلي اسیا لپاره د القاعده ډلې مشر اعلان شوی و

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي چې په هلمند کې د هند د نیمې وچې لپاره یې د القاعده ډلې مشر وژلی دی.

ملي امنیت په اعلاميې کې راغلي چې عاصم عمر د هلمند په موسی کلا کې د افغان او امریکایي ځواکونو په ګډو هوايي عملیاتو کې وژل شوی دی. راپورونه وايي چې دی شاوخوا درې اونۍ مخکې وژل شوی خو ملي امنیت یې خبر اوس خپور کړی دی.

دغې ادارې د القاعدې ډلې دغه مخکښ غړي د مړینې په اړه ډیر جزیات نه دي خپاره کړي، خو د هغه د مړي تصویر یې په ټویټر باندې خپور کړی او لیکلي دي چې له عاصم عمر سره د القاعدې ډلې شپږ نور غړي هم وژل شوي دي چې ډیر یې پاکستانیان دي.

تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ او د فرانسې خبرې اژانس د عاصم عمر د مړینې په اړه رپوټونه خپاره کړي و خو دا لومړی ځل دی چې ملي امنیت د هغه د مړینې تائید کوي.

د عاصم عمر د مړینې په اړه د القاعدې ډلې او طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي له القاعدې ډلې سره کوم تړاو نلري. افغان حکومت وايي څه باندې ۲۰ ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG