د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت کابل کې د داعش څلور کسیزه ډله نیولې


د ملي امنیت ریاست وايي د دغې نیول شوې څلور کسیزې شبکې مشري د کابل پوهنتون یو استاد په غاړه لرله.
د ملي امنیت ریاست وايي د دغې نیول شوې څلور کسیزې شبکې مشري د کابل پوهنتون یو استاد په غاړه لرله.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د دغه ریاست کارکوونکو د کابل په ښار کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې پورې تړلې یوه څلورکسیزه شبکه، چې دغې ډلې ته يې خلک جذبول نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې، چې نن د یکشنبې په ورځ ( چنګاښ ۱۶ مه) خپره کړې، دا هم ویلي، چې په دغه ډله کې د کابل پوهنتون یو استاد مبشر مسلیمیار هم شامل دی.

ملي امنیت ویلي، چې مبشر مسلیمیار د دغې ډلې مشري کوله.

ملي امنیت ریاست احمد طارق ، احمد فاروق او ابو عبیدالله متوکل د داعش د دغې څلورکسیزې ډلې د پاتې نیول شوو غړو په توګه معرفي کړي دي.

ملي امنیت ریاست ویلي، چې د پوهنتون دغه استاد د پوهنتون محصلین د داعش ډلې سره همکارۍ ته جذبول.

ملي امنیت ریاست وايي، چې احمد طارق او احمد فاروق، چې سره دواړه ورونه دي د کابل په شپږمه حوزه کې تیرکال د میوند د پهلوانۍ پر کلپ د ځانمارګي برید په تنظیمولو، تیره میاشت د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د کمیسیون د کارکوونکو پر کاسټر موټر ځانمرګي برید او هم اوړم کال د یکه توت په سیمه کې د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر وسله وال بریدونو کې پر لاس لرلو اعتراف کړی دی.

ملي امنیت ریاست وايي، ابو عبیدالله متوکل څه موده وړاندې په کابل کې د ملي امنیت د ریاست د کارکوونکو له خوا نیول شوی وو.

که څه هم ملي امنیت ریاست د داعش د دغې شبکې د غړو د نیولو نیټه نه ده ښودلې، خو تیره اونۍ سیمه ییزو رسنیو د ملي امنیت ریاست له خوا د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د دوو استادانو د نیولو خبر ورکړی وو.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې دا استادان د پوهنتون څخه دباندې نیول شوي دي.

دغه وزارت ویاند فیصل امین امریکا غږ – آشنا ته د دغو استادانو د نیولو په اړه زیات جزئیات ورنکړل خو وې ویل" تر اوسه د ملي امنیت ریاست له خوا موږ ته کوم رسمي لیک یا اطلاع نه ده رسیدلې، چې موږ یې جزئیات له رسنیو سره شریک کړو، خو موږ تائیدوو، چې زموږ دوه تنه استادان له پوهنتون څخه بهر نیول شوي دي".

ښاغلي فیصل د نیول شویو استادانو د هویت په اړه او دا چې ولې نیول شوي دي څه ونه‌ویل خو زیاته یې کړه، چې دواړه استادان د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادان دي.

ځینو سیمه‌ییزو رسنیو رپوټ ورکړی، چې د شرعیاتو پوهنځي دا استادان د سخت‌دریځۍ د افکارو د خپرولو په تور د ملي امنیت ریاست له خوا نیول شوي دي.

.

XS
SM
MD
LG