د لاس رسي وړ اتصالات

جنوري کې نږدې ۷ زره افغانان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (OCHA) وايي، د ۲۰۱۸ په لومړۍ میاشت کې نږدې اوه زره افغان له خپلو اصلي سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

د دغې ادارې د رپوټ پر بنسټ وسله‌والې نښتې، پوځي عملیات او د وسله‌والو مخالفینو له خوا په جبري ډول د مالیې اخیستل د سلګونو افغان کورنیو د بې‌ځایه کیدو عمده لاملونه ښودل شوي دي.

اوچا په خپل رپوټ کې ویلي "د کال له پیل څخه په مجموعي ډول ۶۶۹۹ بې‌ځایه شوي افغانان د اوچا په دفتر کې ثبت شوي دي".

په رپوټ کې راغلي، چې د غزني ولایت ۳۴۰۰ اوسیدونکي د پوځي عملیاتو، له جګړې د ویرې او د وسله‌والو مخالفینو له خوا د مالیې د اخیستلوله امله، له ولسوالیو څخه د دغه ولایت مرکز ته بې‌ځایه شوي دي.

رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د لوګر ولایت د څرخ او برکي برک ولسوالیو زر تنه اوسیدونکي د پوځي عملیاتو له امله د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG