د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني او لسو نورو ولسوالیو کې انتخابات نه کیږي


کمیسیون وايي چې د کمپاین د پیل راهېسې نهه کاندیدان هم وژل شوي دي
کمیسیون وايي چې د کمپاین د پیل راهېسې نهه کاندیدان هم وژل شوي دي

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي چې د ناامنیو او ځینو نورو تخنیکي ستونزو له کبله په غزني او د افغانستان په لسو نورو ولسوالیو کې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات نه کیږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي په کابل کې د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۱۴) خبریالانو ته وویل "د بغلان ولایت دهنه یې غوري، د بدخشان وردوج او یمګان، د سرپل کوهستانات، د زابل خاک افغان او د هلمند ولایت نوزاد، موسی کلا، دیشو ریګ خانشین او بغران هغه ولسوالۍ دي چې د تلې په ۲۸ به ټاکنې د نا امنیو له امله پکې ترسره نه شي."

هغه وویل چې د غزني په ولایت کې بیا د سیاسي ستونزو له کبله ټاکنې نه کیږي. خو داسې انګیرل کیږي چې ښايي د غزني ولایت انتخابات د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره یو ځای وشي.

نوموړي وویل، چې د نوملیکنې پروسې له پیله تر دا مهاله په ټول افغانستان کې د ولسې جرګې ټاکنو لپاره نهه تنه نوماندان په بیلابیلو پیښو کې وژل شوي دي.

نوموړي همدغه راز وویل د د کمپاین له پیل راهېسې تر دې دمه شاوخوا نهه کاندیدان وژل شوي دي. پر دې سربېره ټاکل شوې چې د رای ورکولو ۷۳۵۵ مرکزونو څخه به یوازې په ۵۱۰۰۰ ټاکنې کیږي.

د ټاکنو ناظرین

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې د تلې په ۲۸ مه نیټه به ۲۳۵ زره ناظرین چې ۱۹ یې نړیوال ناظرین دي، د ولسي جرګې له ټاکنو څخه نظارت وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند او منشي، سید حفیظ الله هاشمي د یکشنبې په ورځ (تلې ۲۲ مه) نیټه خبریالانو ته وویل ۱۰۷ بنسټونو، چې سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه، سفارتخانې او د ټاکنو د څار بنسټونه پکې شامل دي، د نظارت لپاره نومونه لیکلي دي.

ښاغلي هاشمي وویل "تر اوسه ۲۳۴ زره او ۵۱۴ کسانو د نظارت کارتونه اخیستي دي، له دې شمیر څخه ۱۹ تنه یې نړیوال ناظرین دي".

ښاغلي هاشمي وویل، احتمال شته، چې په ټاکنو کې د ناظرینو شمیر کې زیاتوالی راشي ځکه سبا د ( تلې ۲۳ مې)نیټې پورې کمیسیون د نظارت کارتونه ورکوي.

ولسوالیو ته د بایومیتریک وسایلو لیږد

ښاغلي هاشمي وویل، چې د ټاکنو ټول حساس او غیر حساس وسایل او بایو میتریک دستګاوې له ټولو ملحقاتو سره ولایتونو ته رسیدلي دي او ولسوالیو او ټاکنیزو مرکزونو ته یې هم د لیږد پروسه پیل شوې ده.

هغه وویل، چې د جمعې تر ورځې پورې به دغه وسایل ولسوالیو او د رای ورکولو مرکزونو ته ولیږدول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل، چې له بایومیتریک څخه د ګټې اخیستنې لپاره کمیسیون ۲۱ زره کارکونکي روزلياو لا هم دغه روزنه دوام لري.

XS
SM
MD
LG