د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې په هوایي برید کې ٣٠ ووژل شول


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د سوریې پلازمینې دمشق ته نژدې په یوه هوایي حمله کې د ماشومانو په گډون شاوخوا ٣٠ تنه وژل شوي دي.

دا حمله د پنجشنبې په ورځ د غوطه په نامه سیمې په ختیځ کې وشوه چې د سوریې پلازمینې دمشق ته نژدې پرته ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په مرکز یې په بریتانیا کې دی وایي دا حمله پر یوې ودانۍ شوې ده.

تر اوسه په دقیقه توگه نده څرگنده شوې چې دا هوایي برید د سوریې د حکومت او که د روسیې هوایي ځواکونه کړی دی، خو د سوریې د بشري حقونو ډله مسکو پدې خونړي برید ملامتوي.

د روسیې حکومت د سوریې په کورنۍ جگړه کې د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي او تر ډیره په هغه هیواد کې د حکومت د مخالفینو پر وړاندې هوایي بریدونه کوي.

د بشارالاسد ځواکونو د غوطه سیمه چې شاوخوا ۴٠٠ زره خلک په کې اوسیږي، محاصره کړې ده. ددې سیمې وگړي د ژمي په یخ موسم کې له پوره خواړو او سونگ موادو او همداشان د درملو نه بې برخې شوي دي.

خیریه ټولنو خبرداری ورکړی دی چې د دمشق په څنډه کې ددغه سیمې بشري حالت د کړکیچ کچې ته رسیدلی دی.

د اسو شیتید پرس اژانس وایي چې د سوریې حکومت لاهم هغو سیمو ته د مرستو د رسولو مخنیوی کوي چې د جگړو په ترڅ کې "سخت تاواني" شوي دي.

د سوریې په کورنۍ جگړه کې چې د څه دپاسه شپږ کالو راهیسې روانه ده، د ماشومانو په گډون څه دپاسه ۴۷۵ زره کسان وژل شوي دي.

برسیره پردې ددې هیواد شاوخوا درې میلیونه وگړي د هیواد خوشې کولو ته اړ شوي چې اکثر یې اردن، عراق، لبنان، ترکیې، مصر او اروپایي هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

XS
SM
MD
LG