د لاس رسي وړ اتصالات

قطر کې د طالبانو او اسلامي‌ جمهوریت د مرکچیانو کتنه


د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلایو یو شمېر غړو د جمعې په مازیګر د مۍ ۱۴ (غوايي ۲۴) په دوحه کې سره کتلي او د اختر وروسته یې پر نورو دغسې کتنو موافقه کړې ده.

په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د دغه ټیم په استازیتوب عبدالسلام رحیمي او میرمن فاطمه ګیلاني برخه لرله او د طالبانو د مرکچي پلاي د یو شمېر غړو ترڅنګ د طالبانو د مشر د سیاسي چارو مرستیال او د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر هم برخه اخیستې وه.

دغه پلاوي ویلي چې دغه کتنه کې د اختر مبارکۍ سربېره د افغانستان پر روان وضعیت او په دوحه کې د سولې مذاکراتو پر چټکتیا بحث شوی دی.

دواړو خواو موافقه کړې چې دا ډول غونډې به له اختر وروسته هم جوړې شي.

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم هم ویلي چې د بين الافغاني مذاکراتي پلایو يو شمېر غړو په داسې حال کې چې ملابرادر هم حضور درلود سره کتلي او د اختر د مبارکۍ تر څنګ يې د سولې د خبرو پر چټکتيا خبرې کړې دي.

دا کتنه د اوږد ځنډ وروسته شوې ده. طالبانو د کوچني اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړې ، چې افغان حکومت هم منلی دی .

که څه هم په عمومي ډول په افغانستان کې د تیرو دریو ورځو راهیسې اوربند ټینګ دی، خو په یو شمېر ولایتونو کې اوربند څخه د سرغړونو په باب رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د ارزګان، هلمند په ولایتونو کې چارواکو د جګړې به لومړیو کرښو کې د طالبانو له خوا د اوربند څخه د سرغړونې ادعاوې کړي دي.

همداشان نن د شنبې په ورځ د اختر په درېیمه ورځ افغان امنیتي چارواکو سهار نهه بجې د کابل – جلال اباد په لار سروبې سره د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د یو پولس د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی او ویلي دي، چې په دې پیښه کې د پولیسو رنجر موټر هم ویجار شوی دی.

طالبانو لا تراوسه د اوربند څخه د سرغړونو په باب رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ورځې ترپایه به په ټول افغانستان کې د اوربند څخه د سرغړونو په باب یو رپوټ خپور کړي.

XS
SM
MD
LG