د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وایي چې امریکایي پوځیانو پر ایران د بریدونو یوه لړۍ پیل کړې چې هدف یې د ایران له لوري پر سوداګریزو سمندري بېړیو د وروستیو بریدونو ځواب وو.
سنټکام په یوې اعلامیې کې چې د سه شنبه په ورڅ [جولای ۷مه] خپره شوې، لیکلي چې: "د متحدو ایالتونو بریدونه د هغو ایراني بریدونو په ځواب کې دي چې پر دریو سوداګریزو کښتیو شوي وو کومې چې د هرمز تنګي نه تېرېدلې."
د سنټکام په اعلامیې کې راغلي چې د ایران څرګند تېری یو بې ځایه او خطرناک عمل و چې د اوربند څخه ښکاره سرغړاونه ګڼل کیږي.
واشنګټن تل ویلي چې د ایران بریدونو د کښتیو د سمندري تګ راتګ ازادۍ مخه نیولې ده. د امریکا پوځ ټینګار کړی چې ځواکونو یې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ ملاتړ ته دوام ورکړی او په سیمه کې به خپل حضور وساتي.
ایران تر اوسه د دغو امریکایي بریدونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره کړي.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ د نفتو د صادراتو د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي.
واشنګټن ایران تورنوي چې په هرمز تنګي او شاوخوا اوبو کې یې د سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونه کړي او د نړیوال سمندري تګ راتګ امنیت یې ګواښلی دی. تهران بیا د امریکا تورونه رد کړي او د امریکا پوځي حضور د سیمهییز کړکېچ د زیاتېدو لامل بولي.
د هرمز تنګی د نړیوالې انرژۍ د لېږد لپاره حیاتي اهمیت لري او هر ډول پوځي نښتې یا ناامنۍ په دغه سیمه کې د نړیوالو بازارونو او د نفتو پر بیو مستقیم اغېز لرلای شي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم پراخ شي، نو د سیمې امنیت او نړیواله سوداګري به له لا ډېرو خطرونو سره مخامخ شي.
فورم \ دبحث خونه