د لاس رسي وړ اتصالات

په نوي آیفون کې څه نوي دي؟


د اپل شرکت د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۰) درې نوي ایفون موبایلونه معرفي کړل چې ځینې ځانګړتیاوې یې له پخواني آیفون سره ډیر توپیر لري.

د دغو ایفون موبایلونو نومونه iPhone 11 ،iPhone 11 Proاو iPhone 11 pro Max دي چې د سپتمبر په ۲۰ نیټه به مارکیټ ته وړاندې شي. ددغو موبایلونو ځینې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي.

د ښیښې (سکرین) اندازه:

د آیفون ۱۱ ښيښه ۶.۱ انچ ده. Proیې بیا ۵.۸ انچ ښیښه لري او د Max ښیښه بیا ۶.۵ انچه ده. درې واړه ښیښې Super Retina XDR په ځانګړتیاو سمبال دي.

غټه بطرۍ:

د اپل شرکت وایي چې د نوي آیفون بطرۍ به ټوله ورځ د کارولو وړتیا ولري. د تیر آیفون په پرتله د آیفون ۱۱ موبایل کې یواځې یو ساعت د بطرۍ چارج زیات شوی دی خو د Pro ماډل کولی شي د تیر ماډلونو په پرتله څلور ساعته ډیر چارج وساتي. همداراز د Maxآیفون به د پنځه ساعته زیات چارج وساتي. په نوي آیفون کې د ۱۸ واټونو په کچه د تیز چارج Fast Charge وړتیا هم موجوده ده.

کامره:

په نوي آیفون کې هم دوه کامرې دي. په کامرې کې نوي سنسرونه لګیدلي او د عکاسۍ لپاره په کې د ۱۲۰ درجو په پراخوالي یو لنز زیات شوی دی. په دې معنی چې کله عکس اخلی نو ډیره سیمه به په کې رااخلي او د نږدې او لرې کولو (ZOOM) وړتیا یې د تیرو موبایلونو په پرتله ډیره شوې ده.

د مخې کامره او شا کمرې ټولې ۱۲ میګاپکسله دي. جالبه خو یې دا ده چې اوس د سیلفي په کامرې هم قلاره ویډیوګانې Slow Motion اخیستلای شئ.

د امنیت په برخه کې د مخ پیژندلو ټکنالوژي Face ID لپاره به کامرې له یوې زاویې څخه هم کار ورکوي او د موبایل مالک به پیژني.

قیمت:

د نوي آیفون له ډلې به د iPhone 11 قیمت له ۶۹۹ ډالرو څخه پیلیږي، د iPhone 11 Pro قیمت ۹۹۹ ډالرو او د iPhone Pro Max قیمت له ۱۰۹۹ ډالرو څخه پیلیږي.

د اپل شرکت وایي چې خلک به وکولی شي دغه موبایلونه د سپتمبر له ۲۰ نیټې څخه وراخوا د اپل د شرکت په مغازو کې تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG