د متحده ایالاتو د سنا مجلس یو جګپوړی غړی باب منینډیز او میرمن یې جمعه سپټمبر ۲۲ (وږي۳۱) پدې تورن شوي چې نغدې پیسې، د سرو زرو سیکې او قیمتي موټر یې د رشوت په توګه اخیستې دي.
ښاغلی منینډیز چې د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر دی دا تور هم دی چې د خپل واک څخه یې د مصر د مستبد حکومت سره د مرستې کولو لپاره د خپل واک څخه ګټه اخیستې.
څارنوالانو ویلي چې د دې سناتور په کور کې د ۱۰۰ زرو ډالرو په ارزښت د سرو زرو سیکې او ۴۸۰ زره ډالر نغد موندل شویدي.
څارنوالانو همدرانګه ویلي چې د سناتور په کور کې نغدې پیسې په یو خوندي بکس کې د خط په پاکټونو کې ایښودل شوې وې او د یو سوداګر د ګوتو نښې پرې وې چې په ښاغلي منینډیز تور دې له همدې سوداګر څخه یې رشوت اخیستی.
د تورونو په سند کې ویلي شوي چې ۶۹ کلن منینډیز دا قیمتي تحفې پدې خاطر تر لاسه کړې وې چې د فلوریډا په ایالت کې د یو ډاکټر په قضیې کې په حکومتي مامورینو فشار راوړي.
د متحده ایالاتو د سنا مجلس د معلوماتو له مخې دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د سنا یو بر حال غړی دوه ځلې په جنایي تورونو تورن کیږي.
باب منینډیز دیموکرات دی او څه باندې دیرش کاله کیږي چې د کانګرس غړیتوب لري. هغه بل کال یو ځل بیا د سنا مجلس لپاره پداسې حال کې ځان کاندیدوي چې پدې مجلس کې دیموکراتان لږ اکثریت لري.
د استازو په مجلس کې بیا جمهوري غوښتونکي ډیرې څوکۍ لري.
امریکایي مطبوعاتو ښاغلي منینډیز ته د یوې نږدې سرچینې په حوالې لیکلي تر څو پورې چې دا قضیه روانه وي، هغه به د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ د مشرۍ څخه استعفا کوي.
د سنا مجلس دې غړي په یوې اعلامیې کې پرې لګیدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې څارنوالانو د "کانګرس دفتر د یو عادي کار استازیتوب په ناسمه توګه کړی".
هغه پدې اعلامیې کې ویلي، " زه د دې مهم کار په دوام تمرکز لرم او په بې بنسټه ادعاوو به مې پام غلط نشي".
د سناتور میرمن نادین ارسلانیان مدافع وکیل هم په یوې اعلامیې کې دا تورونه رد کړي او ویلي چې په محکمې کې به "سخته دفاع" وکړي.
په سناتور منینډیز تازه تورونه د یو کال پلټنو وروسته لګیدلي دي. یو تور پرې دا دی چې د نیوجرسي په ایالت کې یو سوداګر سره چې د ښاغلي منینډیز د میرمنې ملګری دی پدې هکله معامله کړې وه چې د مصر حکومت یوازې همدې سوداګر ته اجازه ورکړې چې ووایي د مصر څخه وارده شوې غوښه حلاله ده.
ټاکل شوې چې سناتور منینډیز میرمن یې او درې نور کسان چې څارنوالانو ویلي ګډ کاروبار لري، د چارشنبې په ورځ محکمې ته د لومړي ځل لپاره حاضر شي چې لګیدلي تورونه واوري او د بلې محکمې لپاره نیټه وټاکل شي.
په دې کسانو دا تور دی چې د ښاغلي منینډیز د واک څخه یې شخصي ګټې اخیستو لپاره کار اخیستی.
فورم \ دبحث خونه