د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار:نوي مشران باېد د اداري فساد جرړې وباسي


جان ساپکو د سېگار رئېس, په افغانستان کې د بېارغونې عمومي مفتش
جان ساپکو د سېگار رئېس, په افغانستان کې د بېارغونې عمومي مفتش

په تېرو ١٢ کلونو کې کانگرس څه دپاسه ١٠٢میلیارد ډالره برابر کړي چې د افغانستان امېنتي قواوې تشکیل، حکومتی ادارې تاسیس، او اقتصادي پرمختیا وده وکړي.


افغانانو په ٢٠١٢ م کال کې ١،٢٥ ملېارد ډالر رشوت ورکړېدی
د فرانسپرېس خبري اژانس د امرېکا د ېو جگپوړي چارواکي له قوله د پنجشنبی په ورځ ولیکل چې د افغانستان نوي مشران باېد د اداری فساد جرړې وباسي.

بله مېاشت چې د افغانستان انتخابات سرته رسېږي، ېو ډېر غوره فرصت منځته راولي چې نوي مشران غوره کړی شی، او دا مشران وکولی شي چې له دې فرصت نه گټه واخلي او په افغانستان کې هغه سیستماتېک اداری فساد له منځه ېوسي چې ددغه هېواد راتلونکې ته سخت زېان رسوي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:26 0:00
مستقیمه لیکه

د فرانس پرېس خبري اژانس لیکي چې امریکا له ٢٠٠١ کال ېعنی د افغانستان د اشغال راهېسې ١٠٢ میلیارده ډالر په دغه هېواد کې لگولی دي چې د افغانستان طالبان له دغه هېواد څخه وباسي.

جان ساپکو په افغانستان کې د بېارغونې د هڅو په باب وویل«ما د تېر په څېر هروخت د بېارغونی ځاېونه او ساحی کتلی دی، له ا فغانانو سره او د امریکا له نظآمی، ملکی او د بهرنېو چار و د وزارت له مامورانو سره مې کتلی دي چې د هغو پروگرامونو په عملی کولو لگېا دی چې د امریکا په تاریخ کې د بېارغونی تر ټولو ستر کار گڼل کېږی.

د افغانستان لپاره خاص عمومي مفتش جان ساپکو وايي چې زښتې ډېرې پېسې لگول شوېدي خو په مناسب ډول ېې څارنه او کتنه نده شوې چې په ځای لگېدلی دی او که نه؟ هغه وايي چې موږ حتی په دې نپوهېږو چې موږ څومره په څه شي لگولی دی او چېرته مو ولگولې. موږ په دې حآلت کې دولس کلونه تېرکړل.

جان ساپکو وویل «په تېرو دولسو کلونو کې کانگرېس له ېوسلو دوه میلیاردو ډالرو نه زېاتې پېسې برابرې کړېدي چې د افغانستان امېنتی قواو ې پرې تشکیل کړي، حکومتی ادارې تاسیس کړی او اقتصادي پرمختیا ته وده ورکړي.

د فرانسپرېس خبري اژانس لیکي چې هغه په میلیاردونو ډالر چې په دغه بېوزله او خوار هیواد کې ولگول شول د هغو له امله اداري فساد هم ښه وده وکړله، ځکه چې حکومت کمزوری و او له چاسره ېې حساب او کتاب نشو کولی. جان ساپکو داخبرې د اتلانتېک کونسل د علمي انستېېتوت پوهانو او ماهرانو ته کولې.

جان ساپکو خبرداری ورکړ چې ددغه راز زېاتو پېسېو د لگولو له امله د اداري فساد ادامې ته اجازه ورکړل شوله او ددې امکان شته دی چې هغه لاسته راوړنې له گواښ سره مخامخ کاندې چې په دې تېرو کلونو کې لاسته راغلی دي.

په بله وېنا زېاتېدونکی او خورېدونکې اداری فساد به د 2014 م کال لپاره هم زېانمن وي او تر هغې ورو سته به ېې هم زېانونه او خسارې ادامه ولري.

د امریکا ملکي او نظامي چارواکی افغانستان ته ژمن دي
جان ساپکو د امریکا د تعهد په برخه کې چې د افغانستان لپاره ېې لري وویل «زموږ ملکی او نظآمي مشران دې خبری ته متعهد دي چې د ېو باثباته افغانستان له داسې حکومت سره چې له خپل ځان نه دفاع وکړی شی، او همدارنگه بنیادي خدمات خپلو خلکو ته برابر کړي شی. خپلو اتباعو ته اقتصادی فرصتونه او امکانات برابر کړی شی. داسې افغانستان چې د ترهگرو لپاره درست ځای نه وي، کار وکړي».

د فرانسپرېس خبری اژانس لیکي چې د افغانستان د ځايي ادارې ېو ارېانوونکی رپوټ اټکل کوي چې د افغانانو له خوانه د 2012 م کال په اوږدو کې ېو اعشاریه ٢٥ میلیارد ډالرو په اندازه رشوت ورکړل شویدی. دا شمېر د حکومت د ملی عاېداتو له نېمايي سره برابر گڼل کېږی.

د امریکا په تارېخ کې افغانستان ېوازځنی هیواد دی چې په دومره لوېه کچه د بېارغونې کارونه پکې روان دی. جان ساپکو وویل چې پکار ده د اداري فساد او رشوت خلاف ېوه متحده او گډه پالیسي د امریکا او د نړۍ والو شریکباڼو له خوا نه جوړه شي چې ددغی وبا مخه ونیول شي.

نوي انتخابات ېو فرصت دی چې اداري فساد ورک شي
جان ساپکو وویل «په دې باور یم چې موږ ېو فرصت لرو چې د اداري فساد خلاف په ټېنگه اقدامات وکړو، که چېری په افغانستان کې انتخابات په درسته توگه سرته ورسېږی نو موږ به له ېوه نوي حکومت سره مخامخ ېو او دا پخپله ددې فرصت برابروي چې د اداري فساد چاره وکړو.

نوی حکومت به له نړیوالۍ ټولنی سره مخامخ وي او نړیواله ټولنه د اداري فساد په وړاندې حوصله نلري. پکارده نوی رژیم په ډېره بېړه نړیوالی ټولنی ته دا ثابته کړي چې دوی د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ټینگه اراده لري او غواړي دا ستونزه اواره کړي.
XS
SM
MD
LG