د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون: ځینو ځایونو کې به انتخابات آنلاین کیږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې په بایومتریکه او انلاین توګه د راتلونکو جمهوري ریاست، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې انتخاباتو د ترسره کولو په اړه د مرکزي احصایې ادارې سره تفاهم ته رسیدلي دي او هڅې روانې دي، چې د راتلونکو انتخاباتو نتایج په یو یا دوه ورځو کې اعلان شي.

د دغه کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د یکشنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د مرکزي احصایې اداره په بایومتریکه دستګاوو کې د تخنیکي ستونزو د لرې کولو پر سر کار کوي، ترڅو دا دستګاوې د راتلونکو انتخاباتو په بهیر کې په سمه توګه د استفادې وړ شي.

هغې زیاته کړه: "د بایومتریک په برخه کې موږ، چې پخوا د افغانستان د خلک ورسره له ستونزو سره مخامخ شوي وو، اکثره ډیواسونه به خراب وو او یا د ورځې په نیمايي کې به له کاره ولویدل، موږ په دې برخه کې د احصایې له ریاست سره تفاهم ته رسیدلي یو، چې دا ځل باید دا ډیواسیونه د پخوا په څیر نه وي، باید منظم کار په خپل وخت پیل شي، پروسه انلاین وي، تر څو موږ وشو کولی چې په یوه یا دوه ورځو کې د انتخاباتو نتایج اعلان کړو".

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې انتخابات هم‌مهاله د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

له انتخاباتو څخه د څار بنسټونه وايي، په هغه صورت کې په یوه یا دوه ورځو کې د راتلونکو انتخاباتو د نتایجو اعلانول امکان لری، چې دواړه انتخاباتي کمېسیونونه او ملاتړې ادارې یې د قانون په اساس د تلې تر شپږمې د دغو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) ویاندې مروې امیني امریکا غږ – آشنا ته وویل، انتخاباتي کمیسیونونو تر اوسه هغه چمتوالی چې ترې تمه کېده نیولی نه دی.

هغې وویل: "جدي اندېښنه په دې کې ده، چې د ټاکنو دواړو کمېسیونونو تراوسه بشپړه امادګي د راتلونکو ټاکنو لپاره نه ده نېولې، بله دا چې تر اوسه د بودیجې مسله نه ده معلومه شوې، چې بودیجه تامین شي او دوی خپل کارونه د هغه په اساس باندې تقسیمبندي کړي، بله مهمه مسله دا ده چې دوی تر اوسه د نوملیکنې بهیر نه دی پیل کړی، ځکه بایومتریک جدي ستونزې لري او نوملیکنه له بایومتریک سره پیلېږي".

هغې زیاته کړه، که انتخاباتي کمیسیونونه په دې برخه کې چټک ګامونه پورته کړي او پر وخت د انتخاباتو لپاره چمتوالی ونیسي، نو کولی شي، چې په یوه یا دوه ورځو کې د انتخاباتو نتایج هم اعلان کړي.

خو د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، چې د جمهوري ریاست، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې د انتخاباتو عملیاتي پلان او مهال‌ویش یې چمتو کړی دی او دغه راز د دغو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره یې د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو بودجې اټکل کړی او د تصویب لپاره یې د مالیې وزارت سره بحثونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG