د لاس رسي وړ اتصالات

راپور:د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نږدې ۲۲٪ زیات شوی


د سواد د کچې ټیټوالی، اقتصادي ستونزې،اعتیاد،ناسم امنیتي وضعیت، د افغان ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په عواملو کې شمیرل کیږي.
د سواد د کچې ټیټوالی، اقتصادي ستونزې،اعتیاد،ناسم امنیتي وضعیت، د افغان ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په عواملو کې شمیرل کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په روان ۱۳۹۶ هجري شمسي کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د ۱۳۹۵ کال پرتله ۲۱.۸ فیصده لوړه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۱۷ پاڼو په دغه راپور کې چې نن خپور شو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بیلابیلو پیښو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د کابل د ساحوي دفتر رئیس عبدالاحد فرزام د دغه راپور په هکله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه کمیسیون په ۱۳۹۶ کال کې تراوسه دښځو پر وړاندې ټولې ۸۹۵ پیښې ثبت کړي دي.

د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې تیرکال د ښځو پر وړاندې د بشري حقونو کمیسیون ټولې ۶۹۹ پیښې ثبت کړې وې.

ښاغلي فرزام وویل " په ثبت شوو پیښو کېد بشري حقونو د کابل ساحوي دفتر د ښځو څخه د ملاتړ او پرمختګ څانګې ته ټولې رسیدلي شکایتونه شامل دي، د دې لپاره چې شکایتونه او د ملاتړ قضیې هم ثبت او پلټل شوي چې په دغو شمیرونو کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی".

د دغو شمیرونو له مخې د جنسي تیري ۱۹ پیښې هم ثبت شوي، چې اته یې د جنسي تیري، پنځه د نامشروع اړیکو، دوه د اجباري فحشا، د جنسي زورونې دوه پیښې، د جنسي تیري د هڅې دوه پیښې، او د جنسي زورونې او چل دوه پیښې په کې شاملې دي.

همداشان په دې قضیو کې ۱۱۱ پیښې د اقتصادي زورزیاتي، ۱۳۷ د لفظي او روحي زورونې، ۱۴۵ د فزیکي زورزیاتي، څلور ناموسي وژنې، دوه د ځان وژلو، د تښتولو شپږ، د تیزاب شیندلو یوه اود وهلو ډبولو ۱۲۴ پیښې هم په دغه راپور کې شاملې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د سواد د کچې ټیټوالی، اقتصادي مشکلات،نشه یې توګو باندې روږدیتوب،ناسم امنیتي وضعیت، دود او دستور او د قانون د حاکمیت کمزوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مهمو عواملو کې شمیري.

XS
SM
MD
LG