د لاس رسي وړ اتصالات

د شپږو هیوادونو وگړو ته د امریکا د ویزې نوي مقررات


دمخه له دې د امریکا سترې محکمې د ښاغلي ټرمپ د فرمان ځنې برخې تائید کړې وې
دمخه له دې د امریکا سترې محکمې د ښاغلي ټرمپ د فرمان ځنې برخې تائید کړې وې

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت غواړي د شپږو مسلمان اکثریت میشته هیوادونو ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن وگړو ته د ویزې په ورکړه کې نوي مقررات پلي کړي.

ددغو شپږو هیوادونو اوسیدونکي په هغه صورت کې چې د کورنۍ یو غړی یې په متحده ایالاتو کې ژوند وکړي او یا هم پخپله په امریکا کې د کوم تجارت سره نژدې اړیکه ولري د ویزې د ورکړې وړ گڼل کیږي.

ددغو شپږو هیوادونو اوسیدونکو ته د ویزې د ورکولو تازه لارښود څو ورځې وروسته له هغې صادریږي چې د امریکا سترې محکمې متحده ایالاتو ته د سفر کولو د محدودیت په هکله د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د اجرایي فرمان "ځنې برخې" تائید کړې.

د امریکا ابتدایه محکمو د ښاغلي ټرمپ فرمان رد کړی او هغه یې د امریکا د متحده ایالاتو د اساسي قانون خلاف گڼلی و.

د سترې محکمې قاضیانو دا نه ده څرگنده کړې چې کومې کورنۍ اړیکې د منلو وړ دي چې له مخې یې د دغو شپږو هیوادونو وگړي ویزه ترلاسه کړای شي.

له دې دمخه د امریکا د مهاجرت په قوانینو کې پلار، مور، ښځه او میړه، اولاد، ناوی، زوم، خور او ورور د نژدې خپلوانو په ډله کې وو.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي چې ټاکلر شوې دغه نوي مقررات د پنجشنبې په ورځ د جون په ٢٩ د واشنگټن ډي سي په وخت د ماښام په اتو بجو نافذ او پلي شي.

خو د خپلوۍ هغه اړیکې چې د ویزې په ورکولو کې مرسته نه کوي په هغو کې نیکه او نیا، لمسي، ترور، کاکا، وریرونه او وریرې، د کاکا یا ماما اولاد، د خور میړه او د ورور ښځه او نامزاد او یا نامزاده شامل دي.

همداشان تجارتي اړیکې په هغه صورت کې د منلو وړ دي چې "رسمي او مستند" وي او د هغه اساس د سفر له قیوداتو نه تیښته نه وي.

ددې فرمان مخالفین د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزې پر وخت د ښاغلي ټرمپ څرگندونو ته چې د اسلامي تروریزم او امریکا ته د مسلمانانو په راتگ د بشپړه بندیز لگولو په هکله یې کړې وې اشاره کوي او د جمهور رئیس دغه اقدام "دیني تبعیض" گڼي.

XS
SM
MD
LG