د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه چې د سپینې ماڼۍ د ملي سایبري چارو مشر شان کایرنکراس یې له دندې ګوښه کړی دی.
دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د ټکنالوژۍ خرابوالي د متحده ایالتونو هوایي سفرونه، بانکي او ملي امنیتي سیسټمونه ګډوډ کړل.
ولسمشر ټرمپ چې له چین څخه تر درې ورځنې سفر وروسته د جمعې په ورځ (نومبر ۲۰) په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې وویل چې کایرنکراس یې ځکه له دندې ګوښه کړ چې (ډیر ښه) نه وو.
د ګوښه کیدو دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې ټرمپ او د هغه حکومت په تېره اونۍ کې د پرله پسې ګډوډیو په وړاندې د خپل غبرګون له امله له مخ پر زیاتېدونکي نیوکو سره مخ دي.
د امریکا د ملي سایبري چارو نوې ټاکل شوې سرپرستې مشرې، کرسټن ډېوېس، ژمنه کړې چې د دغه هېواد د سایبري امنیت د پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.
نوموړې وايي، متحده ایالتونه باید خپله ډیجیټلي زېربنا عصري کړي، څو په ټکنالوژۍ کې خپل برلاسی وساتي.
میرمن ډېوېس، چې د امریکا د جګړې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې مشره ده، د شان کېرنکراس ځای ناستې شوې ده. له دندې څخه د کېرنکراس د وتلو خبر هم تائید شوی دی.
ډېوېس د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي، امریکا د انالوګ، ډیجیټلي او کوانټم ټکنالوژیو د بدلون په څلورلارې کې ولاړه ده او د دغه هېواد د خلکو د ژوند چارې ورځ تر بلې له یو بل سره د ټکنالوژۍ له لارې نښلول کېږي.
هغې زیاته کړې، د امریکا لپاره دا یو فرصت دی چې د راتلونکو نسلونو لپاره د سایبري نړۍ مشري وکړي، خو دا کار یوازې هغه مهال شونی دی چې ډیجیټلي زېربناوې عصري او د احتمالي ستونزو پر وړاندې مقاومې کړي.
ډېوېس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سپینې ماڼۍ د سلاکار سټیفن میلر څخه د هغې پر ټاکنه د باور له امله مننه کړې ده.
د کایرنکراس دنده پای ته ورسېده
امریکا غږ د سپینې ماڼۍ څخه د کېرنکراس د دندې پرېښودو، د ډېوېس د ټاکنې او له وروستیو ټکنالوژیکي ګډوډیو سره د احتمالي تړاو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
کایرنکراس د پنجشنبې په شپه په یوې اعلامیې کې، چې د هغه د دندې پرېښودو ته د اشارې په توګه تعبیر شوې، ویلي چې د ټرمپ په اداره کې خدمت کول یې د ژوند تر ټولو لوی ویاړ و.
کایرنکراس، چې پخوا یې د جمهوري غوښتونکي ګوند په ملي کمېټه کې دنده ترسره کړې، تېر کال د سنا مجلس له تایید وروسته د امریکا د ملي سایبري چارو د مشر په توګه ټاکل شوی و.
د هغه دفتر د روان کال په مارچ کې د ملي سایبري امنیت ستراتیژي خپره کړې وه او د مصنوعي ځیرکتیا او سایبري امنیت په اړه یې د فدرالي حکومت د پالیسیو په همغږۍ کې هم ونډه لرله.
ډېوېس به په سرپرستۍ کې خپلې دندې ته دوام ورکړي، څو ټرمپ د دې څوکۍ لپاره دایمي نوماند معرفي کړي او د امریکا سنا مجلس یې تائید کړي.
په ټول هېواد کې د ټکنالوژۍ ګډوډۍ
د سایبري چارو په مشرتابه کې دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې پراخې ګډوډۍ رامنځته شوې دي.
په دغو پېښو کې د مایکروسافټ د اوټلوک په ایمیل کې نړیواله ګډوډي رامنځته شوه او په امریکا کې پروازونه وځنډول شو، چې له امله یې له ۱۸ زرو څخه زیاتې الوتنې اغېزمنې شوې.
د ټکنالوژۍ دغو ستونزو د یونایټډ ایرلاینز هوايي شرکت او د جيپي مورګن چېس په ګډون پر سترو بانکونو هم اغېز کړی دی.
د اپل د شرکت ځینې خدمتونه او د امریکا د ملي امنیت ادارې (NSA) محرمې داخلي شبکې د سهشنبې په ورځ له ګډوډۍ سره مخ شوې.
په همدې حال کې، فدرالي چارواکي د دغو تخنیکي ستونزو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي او د امریکا د مهمو زېربناوو د مقاومت وړتیا ارزوي.
د ټکنالوژۍ د وروستیو مشکلاتو په اړه ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، "دا ټولې جلا جلا پېښې دي. موږ زرګونه شرکتونه لرو چې همدا اوس خپل سیستمونه نوې کوي او کله چې دوی نوي کیږي، بدې پېښې رامنځته کیږي."
چارواکو د پروازونو د ګډوډۍ لامل په ارکنساس ایالت کې په تاسیساتو کې له نوي نصب شوي روټر سره تړلی بولي، خو څېړونکي لا هم د تخنیکي ستونزې اصلي لامل څېړي.
د روانې اوونۍ په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ګډون د امریکا لوړپوړو چارواکو، د تېرې اوونۍ د ټکنالوژیکي ګډوډیو تر شا د همغږي شوي سایبري برید احتمال رد کړ او ویې ویل چې داسې شواهد نشته چې دغه پېښې له کوم دښمن یا بهرني حکومت سره وتړي.
د امریکا استخباراتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، دغه ګډوډۍ جلا جلا پېښې وې چې د ساتنې او تخنیکي بدلونونو له امله رامنځته شوې وې او د همغږي شوي یا د کوم دولت له خوا د ملاتړ شوي سایبري برید هېڅ شواهد نه شته.
د میسوري ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور، جاش هالي، د سهشنبې په ورځ له حکومتي چارواکو وغوښتل چې د دغو پېښو په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړي، څو وکولای شي «امریکایانو ته ووایي چې دلته څه روان دي».
فورم \ دبحث خونه