د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په درییم ځای کې د څلور سوو طالب بندیانو د ساتلو وړاندیز کړی ـ راپور


افغان حکومت وايي، چې د طالبانو د بندیانو د پنځه زره کسیز لیست څخه یې څلور زره او ۶۰۰ تنه خوشې کړي دي.
افغان حکومت وايي، چې د طالبانو د بندیانو د پنځه زره کسیز لیست څخه یې څلور زره او ۶۰۰ تنه خوشې کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د دریو امریکايي لوړپوړو چارواکو له قوله ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د څلورو سوو هغو طالب بندیانو د خوشې کیدلو په اړه ، چې افغان حکومت یې نه خوشې کوي، په یو درییم ځای کې د ګډې څارنې لاندې د دغو بندیانو د ساتلو وړاندیز کړی دی.

دغو دریو امریکايي چارواکو، چې نه دي غوښتي نومونه یې واخیستل شي، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په کوم ځای کې، چې دا بندیان به په کې وساتل شي افغان حکومت او طالبان به په ګډه ترې څارنه وکړي.

روېټرز د دې چارواکو له قوله ویلي، چې د بندیانو د خوشې کولو په اړه دا وړاندیز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره شریک کړی دی. خو ښاغلي خلیلزاد پخپله په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان جمهوري ریاست یو چارواکي د دغه وړاندیز په اړه امریکا غږ ته له تبصرې څخه ډډه وکړه.

په کابل کې یو ديپلومات روېټرز ته ویلي، چې د څلورو سوو بندیانو د خوشې په اړه دطالبان دریځ نه دی بدل شوی او لا هم دا ډله د خپلو بندیانو په خوشې کیدو ټینګار کوي.

دغه ديپلومات ویلي، د دې مسلې د حل لاره دا ده، چې د افغان حکومت د موافقې په صورت کې دا بندیان په یو دریم ځای کې تر څار لاندې ونیول شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمعې په ورځ ملت په وینا کې د طالبانو د پنځه زره کسیز بندیانو له لیست څخه د ۴۰۰ بندیانو د نه خوشې کولو په هکله وویل، چې د دغو څلورو سوو بندیانو په اړه دی د جمهور رئیس په توګه د اساسي قانون او د جزا د قانون له مخې پریکړه نشي کولی.

جمهور رئیس وویل دا په دې معنی هم نه ده، چې د دغو بندیانو د خوشې کولو په اړه د حکومت ځواب منفي دی.

ښاغلي غني وویل " داچې په دې هکله زه د منتخب جمهور رئیس په توګه صلاحیت نلرم، غواړم په ډیره کمه او نږدې موده کې د افغانستان عظیم ولس ته مراجعه وکړم او له هغوی څخه مشوره وغواړم".

ښاغلي غني وویل،ژر به یوه مشورتي لویه جرګه را وغواړي او جرګه به د دغو پاتې څلور سوو طالب بندیانو د برخلیک په اړه پریکړه وکړي.

ښاغلي غني د لویې جرګې د جوړولو پریکړه د سفیر زلمي خلیلزاد سره له کتنې وروسته کړې ده.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کیدل د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹ مې د تړون یوه مهمه برخه وه، چې د بندیانو د خوشې کولو لس ورځې وروسته د بین الافغاني خبرو پیلیدل په پام کې نیول شوي وو، خو افغان حکومت له خوا د بندیانو په خوشې کیدو کې د ځنډ له امله بین الافغاني خبرې د دغه تړون څخه د پنځه میاشتو په تیریدو لا هم نه دي پیل شوي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې دغې ډلې له خپل اړخ څخه د افغان امنیتي ځواکونو زر بندیانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړی دي. هغه له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د طالبانو پاتې بندیان دې خوشې کړي.

د تړون له مخې هغه طالبان، چې د افغان حکومت له زندان څخه خوشې کیږي یو لیکلې ژمنه لاسلیک کوي، چې بیا د جګړې لیکې ته نه ستنیږي.

XS
SM
MD
LG