د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي چین یې یوازینی نړیوال سیال دی


د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن اداره وایي پداسې حال کې چې د یوې "خطرناکې" روسیې په مهارولو کار کوي، خو چین یې یوازینی نړیوال سیال دی او پرې د برلاسي کیدل به یې لومړیتوب وي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د چارشنبې په ورځ اکټوبر ۱۲ (تلې۲۰) د امریکا د ملي امنیت د نوې تګلارې د اعلان پر وخت وویل چې "د سړې جګړې را وروسته وخت دوره پای ته رسیدلې او د راتلونکې لپاره د سترو ځواکونو تر منځ سیالي روانه ده".

په تګلارې کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ لسیزه به د شخړې د کمولو، دیمواکراسۍ د ترویج او د اقلیم د ګډ ګواښ سره د مبارزې له کبله د امریکا او نړۍ لپاره قاطع لسیزه وه.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت په نوې تګلارې کې د چین په هکله ویل شوي: "مونږ به د چین خلق جمهوریت څخه په سیالۍ کې دوامدار برلاسي ته لومړیتوب ورکړو پداسې حال کې چې د خطرناکې روسیې په مهارولو بوخت یو".

پدې تګلارې کې ویل شوي چې د ولادمیر پوتین تر مشرۍ لاندې روسیه نړیوال آزاد نظام ته ګواښ پیښوي او لکه څنګه چې په اوکراین "ظالمانه یرغل وښوده، په بې باکه توګه د ننني نړیوال نظام د اساساتو څخه سرغړونه کوي."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت په تګلارې کې د چین په هکله ویل شوي چې د اقتصادي، دپلوماتیکي، نظامي او ټکنالوژۍ قوت په ډیروالي سره غواړي د نړۍ نظم بدل کړي.

سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې دا خطر شته چې چین پدې برخو کې په پرمختګ سره غواړي د نړۍ نظم د خپل "استبدادي بڼې" د ملاتړ لپاره بدل کړي.

سره له دې چې چین په کراتو ویلي چې برلاسي نه غواړي خو د متحده ایالاتو د ملي امنیت په تګلارې کې ویل شوي چې بیجینګ غواړي د هند-آرام سمندر سیمې کې خپل نفوذ دومره ډیر کړي چې پر مټ یې وکړی شي د نړۍ تر ټولو ځواکمن هیواد شي.
پدې تګلارې کې، په افغانستان کې د امریکا تر ټولو د اوږدې جګړې پای ته رسیدل هم یاد شوي او دا هم پکې ویل شوي چې متحده ایالات لا هم هغو ترهګریزو ګواښونو ته د ځواب ویلو وړتیا لري چې د امریکا ولس ته متوجه کیږي.

په تګلارې کې ویل شوي چې د تیرو شلو کلونو په پرتله د ترهګرۍ ګواښونه په فکري لحاظ ډیر متنوع شوي او د جغرافیې له مخې پراخ شوي.

د القاعده او داعش پورې اړوند ځواکونه یوازې په افغانستان او منځني ختیځ کې ندي پاتې بلکې افریقا او د جنوبي آسیا هیوادونو ته یې هم لمن غځېدلې.

د امریکا د ملي امنیت په تګلارې کې همدرانګه ویل شوي چې سوریه، یمن او سومالیه لا هم د ترهګرو لپاره د پټیدو خوندي ځایونه دي او وسله والې ډلې د سیمې په جګړې کې مهم نقش لري.

پدې تګلارې کې همدارنګه راغلي چې امریکا د هغو ګواښونو په مقابل کې د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره "ټینګه ولاړه ده چې په یوویشتمې پیړۍ کې ورسره مخ ده". او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د القاعده د پخوانيو مشرانو اسامه بن لادن او ایمن الظواهري په وژل کیدو سره متحده ایالاتو د خپلې تر ټولو اوږدې جګړې اهداف تر لاسه کړل.

XS
SM
MD
LG