د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د کمونیست ګوند غړیو لپاره د امریکا د ویزو نوی قانون


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزرت په حواله ویلي چې واشنګټن د چین د کمونیست ګوند د غړیو لپاره امریکا ته د راتګ لپاره د ویزو نوی قانون صادر کړی چې د چارشنبې د ورځې راهیسې یې د تطبیق وړ دی.

د امریکا د ویزو د نوې پالیسې له مخې د چین د کمونیست ګوند غړیو او د هغوي د کورنۍ نږدې غړیو ته یو میاشتینۍ ویزه ورکول کیږي او یوازې یو ځل پرې کولی شي چې امریکا ته سفر وکړي.

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې په راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویل شوي " مونږ څو لسیزې کیږي چې د امریکا ادارو او کاروبارونو ته د چین د کمونیست ګوند ته آزاد او پرته له محدودیته لاسرسی ورکړی. پداسې حال کې چې د امریکا اتباعو ته دغه ډول آزاد لاسرسی هیڅکله په چین کې ندی ورکړل شوی ".

د نویو قوانینو نه وړاندې غوښتنلیک ورکوونکو کولی شو چې د لسو کالونو لپاره امریکا ته د تګ ویزه واخلي .

د نړۍ د دغو دوه سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو تر منځ پدې تازه وختونو کې ستونزې ډیرې شوي او د یو بل په اتباعو یې د ویزو محدودیتونه لګولي.

واشنګټن د همدې کال په سر کې یو شمیر چینایان چې د چین د سرکاري خبري ادارو سره یې کار کاوه، د امریکا د متحدو ایالاتو نه وایستل.

بیجنګ د امریکا د دې اقدام په ځواب کې د خپل هیواد نه د واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز او وال سټریټ ژورنال د ورځپانیو یو شمیر امریکایي خبریالان وشړل.

د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ حکومت همدارنګه د یوې نوې پالیسې له مخې چې د همدې کال د جون په میاشت کې جوړه شوه، د چین په یو شمیر محصلینو د جاسوسۍ او علمي شتمنۍ د پټولو تورونه ولګول شول او د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو چینایي محصلینو ویزې باطلې شوې.

XS
SM
MD
LG